افغانستان

روسیه: د طالبانو د مخنیوي او د منځنۍ اسیا د بې ثباته کولو لپاره د افغانستان په شمال کې داعش ځای نیسي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، د طالبانو د مخنیوي او په منځنۍ اسیا کې د بریدونو ترسره کولو په موخه دداعش ډلې غړي د افغانستان په شمالي سیمو کې ځای پر ځای کېږي.

نیکولای پیتراشوف چې په تهران کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « داعش ډله د افغانستان په شمالي سیمو کې د پښې تمځای لټوي، هلته اوس هم دوه زره جنګیالي شتون لري او له دې لارې غواړي د طالبانو د مخنیوي تر څنګ په منځنۍ اسیا د برید فرصت ومومي.»

روسیه داسې مهال د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې شتون ته اندېښنه ښيي، چې لا هم ددې ډلې په وړاندې د طالبانو عملیات په چټکۍ روان دي، څه موده وړاندې طالبانو په ننګرهار ولایت کې داعش ډله په بشپړ ډول له منځه یووړه او د هغوی په وړاندې یې د بریا اعلان وکړ.

د طالبانو له توندو عملیاتو او بریدونو وروسته د داعش ډلې غړي د حکومت له لوري جلال اباد ښار ته انتقال شول او ورپسې داسې راپورونه خپاره شول، چې ښودله یې، حکومت  تسلیم شوي جنګیالي یو ځل بیا د وسلوال فعالیت لپاره د افغانستان شمالي سیمو ته لېږل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x