ټکنالوژي

په تېرو لسو کلونو کې د ځیرک مبایل غوره ګیمونه او کاریالونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د App Annie په نامه یوه شرکت چې د ځیرک مبایل کاریالونو او لوبو کلنۍ شمېره او څیړنه کوي، د تېرو لسو کلونو موده کې د ځیرک مبایل غوره اپلیکیشنونه یا کاریالونو او لوبو «ګیمونو» په اړه راپور خپور کړی دی.

ددغه راپور هدف دا دی تر څو مونږ ته په ډاګه شي چې په اندراید او IOS ځیرک مبایلونو کې کوم کاریالونه یا لوبې ډیرې ښکته کیږي او په کومو کې خپل قیمتي وخت ډیر تیروو؟

پېل به له هغه کاریالونو یا اپلیکیشنو څخه وکړو چې په تېرو لسو کلونو کې ډیر ښکته شوي دي، په دې لړ کې د ټولنیزو رسنیو مشهوره ویبپاڼه «فیسبوک» ده چې په زیات وار ښکته کولو کې لومړی مقام لري، دغه راز د فیسبوک ملکیت لاندې شبکې لکه میسنجر، واټساپ او انسټاګرام وروسته په دغه لیست کې شاملې دي، سناپ چاټ، سکایپ، ټیک ټاک، UC براوزر او یوټیوب په ترتیب سره په ۵م، ۶م، ۷م، ۸م او ۹م نمبر دي چې ټویټر شبکه یې په لسم نمبر ځای لري.

په دې توګه، ۸۰سلنه غوره اپلیکیشنونه چې تر ټولو زیات ښکته شوي امریکایي او نور یې چینایي دي.

دغه راز هغه کاریالونه چې د ویدیو او کتلو له لارې ډیر وخت ضایع کوي په لاندې ډول دي:

ددې له جملې څخه یې لومړي درې امریکایې کاریالونه دي چې نیټفلیکس (Netflix)، د پیژندنې کاریال (Tinder) او د موسیقي کاریال باندورا دي، ورپسې چینایي لکه Tencent او لاین (Line) کاریالونه دي چې ډير کارول شوي، په وروستي کې امریکایي کاریالونه لکه یوتیوب، HBO، د موسیقي کاریال سپوتیفای او ګڼ شمېر نور کاریالونه دي چې ویدیوګانې پرې کتل شوي.

اوس راځئ چې د لوبو اپلیکیشنونو په اړه وغږیږو. په دې کې د تیرو په پرتله هېوادونه متفاوت او ګڼ دي، په لوبو کې تر ټولو زیات ښکته شوی کاریال (Subway Surfers) د ډنمارک هېواد دی، ورپسې Candy Crush او Temple Run 2 دي، په دې کې داسې اپلیکشنې هم شتون لري چې اوسمهال هم په پراخه توګه استعمالیږي لکه د پيشو لوبې (My Talking cat) او (Pou) دي.

مګر هغه ګیمونه یا لوبې چې استعمال یې ډیر دی په لومړي سر کې کلاش اف کلانز (Clash of Clans) دی، چې په طبیعي جوړښت او د نومونو زیاتېدو سره یې پرمختګ کړی، دغه راز کاندي کراش Candy crush ورپسې نمبر کې دی چې تر دې دمه په تېرو لسو کلونو کې زیات استعمال شوي دي.

ځینې داسې کاریالونه او ګیمونه هم شتون لري چې په تېره لږه موده کې یې د ښکته کېدو شمېر تر ټولو لوړ دی او هم یې د استعمال کچه پر ټولو زیاته ده، په دې لړ کې Pupg لوبه او د ټیک ټاک کاریال تر ټولو زیات د وخت ضایع کونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x