ورزش

د برسلونا او ریال مدرید په زړه پورې سیالي مساوي شوه – ویدیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د برسلونا او ریال مدرید لوبډلو ترمنځ مشهوره او په زړه پورې سیالي له ۹۰ دقیقو وروسته په صفر-صفر مساوي پای ته ورسیده.

د اسپانوي لیګ په «لالیګا» کې د الکلاسیکو مشهوره سیالي داسې مهال پای ته ورسېده چې د لیونل میسي په ګډون هیڅ لوبغاړی په ګول وهلو ونه توانېد.

لکه څرنګه چې دغه سیالي د برسلونا په کوربه توب په «کامپ نو» لوبغالي کې ترسره شوه، برسلونا لوبډلې د تمې خلاف لوبه وکړه، ددوی په لوبغالي کې ریال مدرید پر دوی غالب و.

الکلاسیکو سیالي تېره شپه ۱۱:۳۰ بجې پېل شوه، دواړو لوبډلو په ګولونو بشپړ حملې وکړې خو د سیالانو لخوا یې مخه ونېول شوه.

لیونل میسي چې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ګڼل کیږي هم ځینې چانسونه له لاسه ورکړل، او ځینې چانسونه چې نوموړي نورو لوبغاړو ته برابر کړل له لاسه ووتل.

دغه راز سیالي له ۹۰ دقیقو لوبې وروسته مساوي پای ته ورسېده.

د ریال مدرید مشر روزونکي زین الدین زیدان له لوبې وروسته د پایلې په اړه وویل چې لوبډلې یې له دې غوره تاکتیک او ښه لوبه وکړه خو متاسفانه بریا یې خپله نه کړه.

دغه راز د برسلونا لوبډلې مشر روزونکي ارنیستو ولوردی وویل، که څه هم د تمې خلاف لوبه وشوه خو پر دې خوشاله دی چې لا هم د جدول په سر کې ځای لري.

تر دې دمه د دواړو لوبډلو ترمنځ ۲۳۵ الکلاسیکو سیالۍ ترسره شوي، ۷۲ مدرید او ۷۲ برسلونا ګټلي، دغه راز د بیګانۍ لوبې سربېره ۳۵ مساوي شوي دي.

د لالیګا لیګ په جدول کې تر دې دمه ټولو لوبډلو ۱۷-۱۷ لوبې ترسره کړي، برسلونا د ۳۶ پواینټونو په درلودلو سره لومړی او ریال مدرید د ۳۶ پواینټونو په درلودلو سره دویم مقام لري، برسلونا زیات ګولونه وهلي چې له امله یې پر لومړي مقام قبضه کړې ده.

https://www.youtube.com/watch?v=ZbVN_hBygtc

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x