افغانستان

کابل کې چاودنې دریو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د ماین چاودنې دریو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کابل د پولیسو ویاند «فردوس فرامرز» وایي، چاودنه نن سهار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «داوود باغ» نومي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې په یوه «هایلکس» ډوله موټر پورې نښلول شوی مقناطیسي ماین وچاودېد.

د فردوس په خبره، په پېښه کې یو تن ولسي وګړی وژل شوی او د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه نور ټپيان شوي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د پېښې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x