افغانستان

سناتور ګراهام: د امريکايي عسکرو د ايستلو لپاره ښه فرصت برابر شوی

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا جمهوري پلوه مخور سناتور لنډسي ګراهام ویلي، له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو لپاره ښه چانس برابر شوی او بايد له دې موقع ګټه واخيستل شي.

سناتور ګراهام د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نږدې ملګری دی، له تېرې اوږدې مودې راهيسې د افغانستان جګړې پلوی او د بهرنيو پوځيانو د ايستلو مخالف و، خو اوس په دې باور دی، چې بهرني پوځيان بايد له افغانستانه ووځي او لږ شمېر عسکر به د ترهګرۍ خلاف روانه مبارزه پر مخ بيايي.

سناتور لنډسي ګراهام تېره اونۍ د افغانستان وضعيت په اړه د خبرو لپاره کابل او اسلام اباد ته راغلی و، دلته يې له ولسمشر اشرف غني او د پاکستان له چارواکو سره د بهرنيو پوځيانو د وتلو په اړه خبرې کړې وې.

له تېرې څه مودې راهيسې ډېری امريکايي رسنۍ، چارواکي او د کانګريس يو شمېر غړي د افغانستان جګړې د پای ته رسولو او امريکايي عسکرو د ايستلو غوښتنه کوي او د افغانستان جګړه کې  امريکا ناکامه بولي.

تېره ورځ هم جمهوري پلوه سناتور ران پال هم ويلي و، چې امريکايي چارواکو د افغانستان جګړې په اړه خپل ولس ته درواغ ويلي او بايد په دې اړه سپناوی ورکړي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ بايد خپله ټاکنيزه ژمنه پوره کړي او له افغانستانه خپل عسکر راوباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x