نړۍ

د امريکا ولسي جرګې د ټرمپ د استيضاح پرېکړه وکړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسي جرګې د دوو تورونو له امله د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خلاف د استيضاح پرېکړه د رايو په اکثريت تصويب کړه.

پر ولسمشر ټرمپ تور دی، چې د خپلو ګټو لپاره يې له واکه ناسمه ګټه پورته کړې او د هغه پر خلاف کېدونکو څېړنو پر وړاندې يې خنډونه رامنځته کړي دي.

په ولسي جرګه کې د اپوزيسيون «ديموکراتانو» ګوند اکثريت دی، د يادو دواړو تورونو په اړه د ټرمپ پر خلاف د استیضاح لپاره رايې واچول شوې، چې ۲۳۰ وکيلانو د ټرمپ د استيضاح لپاره رايې ورکړې او ۱۹۷ وکيلانو يې مخالف وکړ.

د امريکا په ۲۴۳ کلن تاريخ کې ټرمپ درېيم ولسمشر دی، چې د هغه د استیضاح په اړه ولسي جرګه پرېکړه کوي.

تر ده وړاندې بل کلنټن او اينډريو جانسن هم هغه ولسمشران تېر شوي، چې ولسي جرګې استیضاح کړي وو، خو هغوی دواړه له دندې نه و ګوښه شوي.

داسې ويل کيږي، چې د مشرانو جرګه، چېرته، چې اکثريت د جمهوريت غوښتونکو دی، د ټرمپ پر خلاف به لګېدلي تورونه رد کړي، هغه به پاک وبولي او د هغه په اړه پرېکړه به د راتلونکي ۲۰۲۰ کال نومبر کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره پرېږدي، چې خلک څه پرېکړه کوي.

سپينه ماڼۍ څه وايي؟

د ولسي جرګې له لوري د ټرمپ د استيضاح له پرېکړې وروسته سپينې ماڼۍ په خپره کړې اعلاميه کې د ولسي جرګې پرېکړه غندلې او هيله يې ښکاره کړې، چې مشرانو جرګه به پر ټرمپ د لګېدلو تورونو دفاع وکړي او هغه به پاک وبولي.

ټرمپ د ولسي جرګې ديموکرات مشرې نانسي پلوسي ته په يوه ليک کې د هغه پر خلاف د استيضاح هڅه غندلې، خو په عين حال کې يې ويلي، که ولسي جرګه هر ډول پرېکړه وکړي، دی يې د مخنيوي توان نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x