نړۍ

«که مشرف له اعدام مخکې ومړ، جسد به يې درې ورځې د اسلام اباد په ډي چوک کې ځړول کيږي»

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې ځانګړې محکمې د پخواني پوځي واکمن په اړه وروستۍ پرېکړه کې ويلي، که متقاعد جنرال پروېز مشرف له اعدام مخکې مړ شو، جسد به درې ورځې د اسلام اباد پارلمان ته څېرمه په ډي چوک کې ځړول کيږي.

د محکمې په نننۍ پرېکړه کې راغلي، چې متقاعد جنرال پروېز مشرف د پنځو جرمونو له امله پنځه ځله په مرګ محکوم شوی دی.

د پرېکړې په تفصيل کې راغلي، «متقاعد جنرال پروېز مشرف د دروند خيانت مرتکب شوی، د کور کمانډرانو شورا د مشرف له پرېکړې سره همغږي نه وو، نو هغه يې ولې، له ناقانونه کاره نه دی منع کړی؟ د پوځ په لوړه کې پوځيان له سياسي فعاليتونو منعه شوي دي.»

د پرېکړې له مخې، کومو خلکو چې له هېواده د جنرال مشرف د تېښتې لپاره اسانتياوې برابرې کړي، ټول به د قانون منګولو ته سپارل کيږي.

د ځانګړې محکمې قاضيانو ټينګار کړی، چې تورن کس په خپل جرم اعتراف کړی، جنرال مشرف له شک پرته مجرم ثابت شوی او په هر حال به پر نوموړي د اعدام پرېکړه عملي کيږي.

د پوځ غوسه او اندېښنه

د يادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۱۹ کال د دیسمبر په ۱۷مه ځانګړې محکمې جنرال پروېز مشرف د اساسي قانون د ماتونې په جرم په اعدام محکوم کړ، خو د پاکستان پوځ د دې پرېکړې په اړه سخته غوسه او اندېښنه ښکاره کړې ده.

د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال اصف غفور

د پوځ وياند تورنجنرال اصف غفور ويلي و، مشرف د پاکستان لپاره ډېرې جګړې کړي او هغه هېڅکله خاين نشي کېدای.

د پروېز مشرف پر خلاف د خيانت قضيې شاليد

د پوځ مشر جنرال پروېز مشرف په ۱۹۹۹ کال کې د لومړي وزير نواز شريف حکومت نسکور کړ او دوه ځله يې اساسي قانون مات کړ.

په ۲۰۰۲ کال کې د مشرف پلوي پارلمان د اساسي قانون د ماتولو په اړه د نوموړي ملاتړ وکړ، په ۲۰۰۷ کال کې يې بيا اساسي قانون وځنډاو، خو په ۲۰۰۸ کال کې پارلمان د هغه ملاتړ ونه کړ.

په ۲۰۰۹ کال کې سترې محکمې جنرال مشرف غاصب وباله او له اساسي قانونه د سرغړونې په جرم يې د هغه پر خلاف د دوسيې رسمي کولو امر وکړ.

په ۲۰۱۳ کال کې چې نواز شريف د درېيم ځل لپاره لومړی وزير شو، د هغه قانوني مشاورينو د پروېز مشرف پر خلاف د ملي خيانت دوسيه ثبت کړه او دغې قضيې نږدې شپږ کاله وخت ونيو.

د دغې قضيې د څېړلو پر مهال ګڼ قاضيان رد او بدل شول، خو دوسيه یې لا هم نه وه بشپړه شوې، چې بالاخره له ۱۲۵ قضايي ناستو وروسته ځانګړې محکمې وړمه ورځ جنرال مشرف د ملي خيانت او اساسي قانون د ماتولو په جرم په اعدام محکوم کړ.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د جنرال پروېز مشرف پر خلاف شوې پرېکړه به عملي شي که نه، خو يو شمېر باخبره کارپوهان په دې باور دي، چې دا پرېکړه به عملي نشي او ښايي پوځ يې مخنیوی وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدی

دا خدای تعالی وشرموئ. د لال مسجد تر بمبارولو وروسته یې سمه ورځ نه ده لیدلې. دې د قانون د ماتولو له امله داسي بې عزته نه سو، بلکي د مسجد د بمبارولو او د قرآن کریم د حافظانو د شهیدانولو له امله خدای تعالی داسي رسوا او بې آبه کړئ. لا به نور هم رسوا سي.

عبدالمالک همت

د پرويز مشرف درانه خيانتونه پخوا هم جوت وه، خو اوس د باصلاحيتي محکمې په پرېکړه جوت سول. د دغسي ستر او ډاګيز او جوت سوي مجرم سيله او پلوي بېله مجرمينو بل څوک نه کوي. څنګه چي د پاکسان پوځ د دغه لوی مجرم پلوي کوي، نو له دې څخه څرګنديږي چي پاکستانی پوځ پخپله له دغسي خاينينو څخه جوړ دی. موږ به دعاکوو چي زموږ محکمې هم دا جرئت او صلاحيت ولري چي زموږ د هيواد دغسي مجرمين هم دغسي په اعدامونو محکوم کړي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close