ټکنالوژي

سامسنګ شرکت بازار کې پر (5G) ځیرک مبایلونو تر ټولو زیات ۷۴سلنه کنترول لري

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د ځیرک مبایلونو په نړۍ کې روان ۲۰۱۹م کال یو له ځانګړو او جالبو څخه و چې ددې په وروستیو کې د پنځم نسل یا 5G خدمتونو څخه برخمن مبایلونه د نړیوالو پرمخ وړاندې شول.

په دغه شرکتونو کې سامسنګ، ایل جي، ویوو، هوواوې، اوپو، شیاومي، ZTE، لینوو او سم Sum مبایلونه شامل دي.

د HIS Marrkit راپور له مخې د ۲۰۱۹م کال په دریمه ربع کې د سامسنګ شرکت د پنځم نسل مبایلونو په لړ کې په نورو ټولو مبایلونو وړاندې دی.

دا په داسې حال کې چې سامسنګ شرکت په دې موده کې بازار ته ۳.۲ ملیونه ځيرک مبایلونه وړاندې کړي خو نور ټولو شرکتونو په ګډه ۴.۳ ملیونه مبایلونه لیږلي دي.

سامسنګ ځکه په دې لړۍ کې غوره والی لري چې په ۲۰۱۹م کال کې یې ګڼ شمېر داسې مبایلونه چې له فایو جي ټکنالوژي څخه برخمن وو وړاندې کړل، تر دې دمه ددې شرکت ۱.۵ ملیونه د فایو جي څخه برخمن ځيرک مبایلونه پلورل شوي دي.

سامسونج تسطير على 74% من سوق هواتف الجيل الخامس 5G

په دې لړ کې د سامسنګ شرکت ګلیکسي نوټ ۱۰ پلس (5g)، چې په ټولټال شاوخوا ۱.۶ ملیونه مبایلونه وړاندې شوي، دویم A9 مبایل چې (5g) ټکنالوژي لري په منځنۍ کچه او د ګلیکسي کات کېدونکی مبایل په وروستۍ کچه وړاندې شوي دي.

په دې پلورونو سره کوریایي شرکت سامسنګ د پراخ توپیر په واسطه په ټوله نړۍ کې د فایو جي مبایلونو په برخه کې یې ۷۴سلنه وړاندې کړي دي چې د نورو په پرتله خورا ستره کچه ده.

ددې څرګنده توپیر سره سم سامسنګ هغه مهال چې بشپړ فایو جي مبایلونه نه وو وړاندې شوي، د ایل جي، شیاومي او اوپو په برخه کې ۸۳سلنه مبایلونه وړاندې کړي وو، خو د ۲۰۱۹م کال په دریمه ربع کې چې کله ویوو مبایلونه په ستره کچه بازار ته وړاندې شول د سامسنګ کچه یې ۷۴سلنې ته راښکته کړه.

له سامسنګ وروسته په دویم نمبر چې زیات شمېر فایو جي مبایلونه یې وړاندې کړي د چین ایل جي LG شرکت دی چې په ۱۰سلنه سره یې په بازار کې دویم ځای نیولی دی، ایل جي د ۲۰۱۹م کال په دویم ربع کې ۳۰۰زره او په دریمه ربع کې یې ۴۰۰زره مبایلونه وړاندې کړي دي.

اوسمهال چینایي شرکت ویوو (VIVO) چې د فایو جي ټکنالوژي لرونکی مبایل یې د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې وړاندې کړ تر دې دمه ۴۰۰زره مبایلونه بازار ته وړاندې کړي دي.

باید وویل شي چې د انترنیت ټکنالوژي پنځم نسل (5G) په پرمختللو هېوادونو لکه امریکا، چین، جاپان  او ګڼ شمېر نورو اروپایي هېوادونو کې د استعمال وړ ګرځېدلی دی، په دې لړ کې د مبایل شرکتونه نور داسې فلیګ شیپ مبایلونه وړاندې کوي چې د یادې ټکنالوژي ملاتړ کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x