د نن سرلیکنهلیکنې

د سولې ادرس چیرته باید ولټول شي؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

له څو ورځو راهیسې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کابل ، دوحې او اسلام آباد ترمنځ سر ګردانه دی.

وروسته تر دې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ دوهم ځل پیل شوې خبرې د بګرام د برید په پلمه بیا وځنډې د ښاغلي خلیلزاد هڅې چټکې او نیږدي په یوه اوونۍ کې یې د دوهم ځل لپاره تر کابل او دوحې ځان ستړی کړ.
د خلیلزاد د دغو ستړیو په منځ کې د واشنګټن لخوا له افغانستان څخه د ۴۰۰۰ امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان او همداراز د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لخوا د وروستیو اسنادو خپرول هغه انکشافات دي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره بي ربطه نشي ګڼل کیدای.

ځکه امریکايي سیاسي او پوځي چارواکي نور د افغانستان له جګړې څخه له ځان خلاصولو پرته هیڅ چاره نه لري او دې خلاصون ته د پلمو پیداکولو په لټه کې دي. دا ځکه چې هغوی نه په پوځي برخه پرطالبانو د بریالیتوب چانس لري او نه هم په سیاسي برخه کې فعال سیاسي ملاتړي لري.

د حکومت او نظام په نوم چې کومه فاسده ډله په کابل کې د امریکا د سیاسي ملاتړو په نوم راټوله شوي له هغو څخه له فساد، درغلي او خپل منځي اختلافاتو پرته نور نه د امریکا او نه هم د افغانانو لپاره د څه توقع کیدای شي. له دغسي یوه بي باوره وضعیت سره په افغانستان کې د امریکایانو مزید پاتي کیدل د هغوي له مزید فضیحت پرته بل هیڅ نشي تضمینولی.

له طالبانو سره سیاسي تفاهم هغه یواځینۍ لاره ده چې کولای شي امریکایان په افغانستان کې له دې فضیحت څخه خلاص او له لانجې څخه د وتلو یوه ابرومندانه لاره ورته برابره کړي.

که څه هم امریکایان کوښښ کوي د خپلې رسوايي پټولو لپاره په افغانستان کې خپل شکست نورو جهتونو ته منسوب او د سولې په پروسې کې د متعددو جهتونو په شریکولو سره له هغوی سره ډیره راشه درشه ولري.

خو که واقعا هم امریکایان د افغانستان له لانجې څخه ځان خلاصول غواړي نو باید چې دیپلوماتیک تماسونه یې پر هغه ادرس متمرکز وي له کوم سره چې دوي په افغانستان کې لانجه لري.

د افغانستان په لانجه کې د بهرنيو اطرفو ښکیلتیا له پامه نشي غورځیدای ، مګر د هغو ټولو ښکیلتیا ثانوي حیثیت لري، که یې د هواري په اړه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبره غوټه شي ، د نورو لوریو موثریت ورکې بي اغيزه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاد بیانزی

خلیلزاد نوم اسلامی مګر زړه او ماغزه یی د ټرمپ او نورو لویانو په شان دی دوی حریص انسانان دی د مظلوم بشریت له وینو زبیښلو ناوړه ګټه پورته کوی. کفر کوم کنځل نه دی عربی لغت دی کفر حق پټولو ته وایی حق په دروغو، غلا او درغلیو پټیږی او پټیدی شی. خلیلزاد ( کفر زاد ) هغه لوی دروغجن، غل او درغلن کافر دی چه د مسلمانانو په غیږ کی لوی شوی مګر د کفارو په اخور او غوچل کی لوی شور او تر دی کچی روزول شوی چه د لوی لویانو په منځ کی لوړپوړی کافر (… نور لوستل »

جميل

په ټوله غربی نړی کی تر هيواد او تر ولس پارټی لمړيتوب لری ، ټرمپ غواړی بيا انتخابات وګټی ، که دا واری بيا ټرمپ دا ووايی چی که بيا رئيس سوم د افغانستان څخه به خپل عسکر راوباسم ډيره نا معقوله ښکاری ، دی که غواړی بيا انتخابات وګټی بايد عملی او ګړندی ګامونه واخلی او خپل ولس ته دا ووايی چی ما خو پخوا لا ايستل خو نورو پرينښولم . امريکايان اوس پدی ښه پوهيږی چی دا جګړه دوی بايللی او افغان مجاهد ولس تر هغه ورسره جنګيږی تر څو دوی يی ايستلی او شړلی نه وی .… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x