پمپيو: تمه ده، د تشدد کموالی به اوربند ته لاره برابره کړي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وایي، تمه ده په افغانستان کې د ښکېلو لورو له لوري د تشدد کموالی اوربند ته زمینه برابره کړي.

پمپيو دغه څرګندونې په واشنګټن کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر «جي شنکر» سره په ګډه یوې خبري ناستې ته وکړې، نوموړي وویل « موږ دواړو هیوادونو ته د افغانستان راتلونکې ارزښتمنه ده او په دې هڅه کې یو، چې افغانستان د یوې سوله ییزې او پرمختللې راتلونکې څښتن شي، په دې برخه کې د هند له هڅو قدردانۍ کوو او د ګډې همکارۍ د دوام په هیله یو.»

نوموړي زیاته کړې « د افغانستان په قضیه کې ټول ښکېل اړخونه، حکومتي، غیر حکومتي مشران او طالبان باید وپوهېږي، چې اوربند ته د رسېدلو تر ټولو ښه لاره د تشدد کمول دي.»

پمپیو ددې تر څنګ، یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر کموي؛ خو ددې تر څنګ غواړي باوري شي، افغانستان یو ځل بیا د تروریزم په ځاله نه بدلېږي.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د هند د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان د راتلونکې په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړه او یاده یې کړه، چې د افغان سولې پروسه باید د افغانانو په رهبرۍ مخته یووړل شي.

د جي شنکر په خبره، دوی په افغانستان کې په ستره کچه پراختیایي کارونه کړي او ورته اندېښمن دي.

پمپيو داسې مهال د اوربند په تمه دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو د نوي بهیر له پیله سره سم داسې راپورونه شته، چې ښيي، امریکا له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاد بیانزی
میلمه
الحاج استاد بیانزی

د غرونو هماغه وحشی او خطرناک لیوان چه غاشونه یی د مظلوم بشریت به غوښو کی ښکیل او په ځانګړی زمونږ ګران هیواد یی د یوی غوا یا میښی په ډول اشغال کړی، تشدد کی تر سپیږمو ککړ امریکایی لوی لیوان چه د خونړی تشدد او وحشت له امله یی په میلونو انسانان د خاورو سره خاوری او کورونه یی کندوالو بدل او به میلونو انسانان معیوب او دایمی غیر فعال او د نورو د اوږو بار کړل په میلونو انسانان یی په نشه توکو روږد او د نورو د لیاری بار، نیم مړه او نیم ژوندی ګرځی او په… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

پمپيو ! دا تشد د ندی ، دا جهاد دی دا پر دين جګړه ده ، دا د خپل هيواد د آزادی او د استقلال جګړه ده ، دا د ظالمينو څخه د مظلومو د حق تر لاسه کولو جګړه ده ،…. تاسی ظالم وحشيان چی د زرهاو ميله آ خوا راغلی ياست شپه او ورځ زمونږ مظلوم ولس زوروی او بمباروی ، د بشر په تاريخ کی داسی ظلمونه چا نه وه کړی لکه تاسو چی پر دی جنګځپلی او مظلوم ولس وکړه ، اوس بيا واياست چی طالبان دی د ظالمو او کافرو وحشی اشغالګرو په موجوديت او… نور لوستل »