افغانستان

روزګان: پوليسو په ګیزاب ولسوالۍ کې درې ملکيان وژلي، دوه يې ټپيان کړي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د روزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې پوليسو پر ملکي خلکو ډزې کړي، چې له امله يې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د سيمې خلک وايي، د ګيزاب ولسوالۍ په سيدانو کې پوليسو هغه مهال پر عامو خلکو ناتاره ډزې وکړې، چې امنيتي چارواکو د سيمې دغه خلک په زوره له خپل کوره ايستلو ته اړ کول او خلکو د خپلو کورونو له وتلو انکار کاو.

د روزګان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د روزګان سربېره په ګڼ شمېر سيمو کې پوليس او دولتي عسکر له عامو خلکو سره ناوړه چلند کوي، په زوره ترې باج اخلي، ځوروي يې او د مخالفت په صورت کې يې وژني او ډول ډول ګواښونه ورته کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close