ورزش

د هند غوره لیګ بولۍ کې هیڅ نوی افغان لوبغاړی وانخیستل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): نن د پنجشنبې په ورځ د دیسمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د هند په کلکته ښار کې د هند غوره لیګ (IPL) ۲۰۲۰م پړاو سیالۍ لپاره بولي ترسره شوه چې په کې هیڅ نوی افغان لوبغاړی وانخیستل شو.

په یادو لوبغاړو کې محمد شهزاد، ظاهر خان، کریم جنت، قیس احمد، نوین الحق، وقار سلام خیل او کشر نور احمد شامل وو.

د هند غوره لیګ بولي یو وار بیا د بهرني لوبغاړو په نوم وه چې تر ټولو ګران بیه لوبغاړی د استرالیا لوبډلې چټک توپ اچونکی پيټ کمینز و چې په ۱۵۵ ملیونه هندۍ کالدارې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لخوا واخیستل شو. له دې وړاندې تر ټولو ګران بیه لوبغاړی بین سټوکس و چې په ۱۴۵ ملیونه هندۍ کالدارې اخیستل شوی و.

په اکتوبر میاشت کې د هند غوره لیګ لوبډلو سره د تیر کال لوبغاړو ساتنې فرصت و چې افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن د خپلو لوبډلو لخوا وساتل شول.

اوس په بولي کې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي شامل وو خو هیڅ کوم یې د لوبډلو مالکان متاثره نه کړل او نا پلورل شوي پاتې شول.

د هند غوره لیګ سیالیو کې ۸ لوبډلې ګډون کوي چې چینایي سوپر کینګز، دهلي کپیټل، کلکته نایټ رایډرز، کینګز الیون پنجاب، ممبۍ انډينز، رایل چیلنجر بنګلور، راجستان رایلز او سنرایزز حیدر اباد دي.

په یاد لیګ کې د افغان لوبغاړو له برخې پخوا محمد نبي او راشد خان د حیدراباد لوبډلې لخوا او مجیب الرحمن د پنجاب لوبډلې لخوا لوبیدلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x