بدخشان: دوه قوماندانان او ګڼ شمېر اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي/انځورونه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د بدخشان ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د دوو قوماندانانو په ګډون اوولس تنه اربکیان طالبانو ته ورغلي، چې د هغوی او ځایي خلګو له لوري یې دروند استقبال شوی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون د هلو ځلو په نتیجه کې پرون د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې ۱۷ اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول. دوی له ځان سره ۲ میله پیکا، ۱ راکټ ، ۱۳ کلاشنکوفونه او یو شمېر مهمات هم را وړي او مجاهدینو ته سپارلي دي. د راپور له مخې دغو کسانو کې د قومندان عظیم او قومندان اسماعیل زنداني په نوم ۲ قومندانان هم شامل دي. تسلیم شوي کسان د پطیر، روینج او کلر کلیو اوسیدونکي دي.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي، چې یادو کسانو حکومت ته د نه ورتګ ژمنه کړې او طالبانو ورته د باور پاڼو په ورکولو هغوی ازاد ژوند ته هڅولي.

یاده دې وي، چې طالبان د «دعوت او ارشاد» تر نامه لاندې د دولتي کارمندانو د جذب ځانګړې اداره لري او په هڅو یې هره میاشت لسګونه کسان له طالبانو سره یو ځای کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د