افغانستان

د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پنځو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اغزن سیم د تېرولو په مهال د یوې بمي چاودنې له امله پنځو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د پاکستاني پوځ له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له افغانستان سره د پاکستان «پولې» ته څېرمه د «لنډي کوتل» په نامه سیمه کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي.

خبرپاڼه وړاندې لیکي، چې پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې پوځيان د اغزن سیم په تېرولو اخته وو.

یاده دې وي، چې تر دې دمه کومې ډلې ددې پېښې پړه په غاړه نه ده اخستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

داسی خبرونه هم کله کله خپوروی چی لږ مو پری چرت جوړ شی. څه هر ورځ د افغانانو د وژلو راپورونه خپوروی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x