افغانستان

طالبان: ولس دې پخپله د بیا رغونې او پرمختګ تکل وکړي، له پردیو سره زموږ غم نشته

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، ولس دې د استعمارګرو او د هغوی د ګوډاګیانو د مرستو په تمه نه کېني؛ بلکې په خپل لاس دې د پرمختګ، بیا رغوني او اقتصادي انکشاف تکل وکړي.

د طالبانو له لوري د «اونۍ تبصرې» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې د ملګرو ملتونو هغه اندېښمنوونکو شمېرو ته په اشاره، چې له مخې یې کابو د افغانستان نیم نفوس لومړنۍ اړتیاوې او خوراک پوره کولای نشي لیکل شوي « له اتلس کاله تجربو وروسته نور باید زموږ مؤمن اولس د مکارو استعمارګرو او دروغجنو ګوډاګیانو په خبرو ونه غولیږي او نه یې هم باید د مرستو په تمه کیني. دا واضحه خبره ده چې اشغالګرو ته یوازې خپلې ګټې اولویت لري او ګوډاګیان یې هم یوازې د شخصي سرمایو د زیاتولو په هڅه کې دي.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي « له اتلس کاله تجربو وروسته نور باید زموږ مؤمن اولس د مکارو استعمارګرو او دروغجنو ګوډاګیانو په خبرو ونه غولیږي او نه یې هم باید د مرستو په تمه کیني. دا واضحه خبره ده چې اشغالګرو ته یوازې خپلې ګټې اولویت لري او ګوډاګیان یې هم یوازې د شخصي سرمایو د زیاتولو په هڅه کې دي.»

ددې تر څنګ طالبانو  هیواد رغوني او پرمختیا ته خپله ژمنیتا یاده کړې او ټينګار یې کړی، چې ولس باید له خپلو سرشارو منابعو نه په ګټه اخستلو د فقر لمن ورټوله کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

متل دی وايي :«از خير تو بيزار شر مرسان».افغان مسلمان ولس چي خدای لري بس هر څه لري. دوی له مادي پالو پردو او د هغو د زبونو او ټيټو لاسپوڅو څخه هيڅ نه غواړي، خو هغوی دي د دوی د هيواد له چورولو او ورانولو او د دوی له وژلو او له کاره راګرځولو څخه لاس واخلي . د که دغه لعنتي کفار او د هغو اربکيان موږ او خپل کار سره پرېږدي موږ بېخي ډېري انساني وړتياوي او شتمنۍ لرو چي موږ او زموږ هيواد په ډېرو لږو کلونو کي پر پښو دروي. که څه هم دغو کفارو… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

د طبیعی شتمنیو تر لاسه کولو لپاره انجنییرانو، او معلمانو ته ضرورت دی. تاسی طالبان فکر کوم چی د معادنو استخراج په کنز او قدری کوی. لویخوا انجنییران او معلمان وژنی له بلی خوا د طبیعی منابعو خبری کوی. تاسی به همداسی تر ابده ٫٫### یاست. واعدلهم مااستطعتم…. الآیه

Back to top button
Close
Close