واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

«راځئ چې له افغانستانه ژر راووځو!»

واحد فقيري

امریکايي سیاسي مبصر او پخوانی ډګروال، کورټ شلیچتر، د ډسمبر پر ۱۹ لیکي د افغانستان اسنادو دا څرګنده کړه چي د امریکا سیاسي نخبه ګانو د افغانستان د جنګ په اړه خپل ملت شینه درواغ ویل. دا هم څرګنده سوه چي زموږ سیاسي مشران د ډیران او کچره والا خلګ دي.‌

خو د واشنګټن پوسټ اسنادو د جمهورریس ټرمپ هغه څرګندوني درستي ثابتي کړې چي وايي،«موږ د افغانستان غوندي یو بدوي ملک کي څه کوو؟»

اصلي خبره دا ده چي همدااوس طالبان کلیوالي سیمي کنټرولوي. زموږ فاسد او د مخدره موادو قاچاقبران افغان ملګري د امریکا ابلکه غوا ژر ژر لوشي. زموږ حماقت ته ګوري، او په کټ کټ راباندي خاندي.

لیکوال لیکي ایا موږ په افغانستان کي مات سوي یو؟ جواب «نه» دی. خو موږ هلته د جنګ لپاره نور هیڅ موجه دلیل نه لرو. موږ د القاعدې ټول مشهور مشران مړه کړل. دغه راز، افغانستان زموږ لپاره یو حیاتي او وجودي تهدید ندی.

لیکوال کاږي ځیني امریکایان وايي که چیري موږ له افغانستانه راووځو،‌ زموږ په افغان ملګرو به څه وسي؟ حقیقت دا دی چي زموږ ځیني افغان ملګري پرازیت دي. هغوی به د خپل ځان یوه چاره وکړي، او که چیري يې و نه کړي — نو ساري. دوې لسیزي کېږي چي موږ د هغوی سره اوږه په اوږه ولاړ یو، که چیري اوس هم هغوی پر خپلو پښو د درېدو توان نلري، دا د هغوی ګناه ده. دا به د نورو لپاره هم ښه د عبرت درس سي. ځکه افغانستان د هغوی ملک دی، او هغوی باید ورته وجنګېږي.

ځيني امریکایان وايي چي ترورسټان به بېرته راسي. دا رشتیا خبره ده. خو موږ هم کولای سو چي بیا هلته ډرون، جنګي طیارې، بمباري، او حتی خاص عسکر ور واستو.‌ خو بده خبره دا ده چي همدااوس موږ هلته نغد ورته ناست یو، او افغان نفوذي عسکر مو د سور کافر تر نامه لاندي وژني. ځیني امریکایان وايي طالبان به غالب سي. خو هغوی الان غالب او حاکم دي.

لیکوال وايي د افغان په جنګ کي د ډېرو خلګو ګټي ښکېلي دي. امریکايي قراردادیان همدااوس د «انکل سېم» کاکو پیسي وهي. د امریکا فوج د افغان جنګ په اوږدولو کي منافع لري. امریکايي نظامیان د خپل مسلک او ترفیع لپاره د دې جنګ شوقیان دي. زموږ اردو د جاه طلبو ځوانو افسرانو څخه جوړه سوېده، او هغوی مدام یو ماموریت غواړي. خو زموږ فوج د امریکا د ملت لپاره خدمت کوي،‌ او موږ کولای سو چي ورته ووایو،«یارانو! بسته ده او پټو مو ټک وهئ.»

ځیني امریکایان وايي چي چینایان به هلته ورسي. وا وا! پرېږدی چي چینایان یې هم خوند وګوري!

بعضي نور بیا وايي چي دا خو زموږ قربانیاني را بې معنی کوي. نه، داسي نه ده. زموږ د عسکرو شهامت معلوم دی. موږ په افغانستان کي مات سوي نه یو. موږ هغوی له افغانستانه راباسو، ځکه دا د امریکایانو فیصله ده.

زموږ عسکر تفریح او دمي ته ضرورت لري. ها، کله چي له افغانستانه راووځئ، زما نوی ناول‌«سقوط» حتما د مطالعې لپاره درسره واخلئ. «سقوط» جنګي او عشقي ناول دی، او خامخا مو خوښېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

فقیری صاحب! د قندهارو ورونو خبره [[ الله دی راوله ]] هلمند کی مو ښوونځی ویلی . اصلی موضع: دا ستاسی لوی قلمی جهاد ( اسلام کی ) او یا د مظلوم بشریت د حقوقو دفاع ( دموکراسی یا کمونستی فلسفو کی ) دی مونږ یی ستاینه کوو. د امریکایی جنرال مثبتی او منفی یادونی: ۱ ــ دی سره د دومره پوهی چه لری ییوایی [ زمونږ عسکر نه دی مات شوی ] مګر دا هم لیکی [«راځئ چې له افغانستانه ژر راووځو!» ] فکر نه کوم د دی اړه وی چه پورته دواړه جملی خوا په خوا کیښودل شی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x