
کونړ: ګډو ځواکونو د دوو ميرمنو په ګډون درې تنه وژلي
نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): تيره شپه د افغانستان ختيځ ولايت کونړ کې ګډو ځواکونو د دوو ميرمنو په ګډون درې تنه ملکي وګړي وژلي دي.
راپورونه وایي چې د کونړ ولايت په شلتن ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې يې د يو کور دوه ښځې او يو سړی وژلي دي.
د کونړ ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د ملکي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو چاپې او عمليات زيات شوي چې له امله يي د ملکي وګړو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.