نظــر

ولي سر بايلي خو خلاصوي يې نه؟!

محسن پکتین

څو ورځي مخکي د کابل ادارې د پوليسو له لوري په بلخ ولايت کې د زورواکۍ، د خلکو ځورونو، وژنو او لوټنو په تور د يادي ادارې پر اصطلاح خپل سري وسلوال (!) او زور واکي قيصاري کور کلابند او بيايې پرې بريد وکړ چې د دوی په خبره يايي ونيسي او يايې هم و وژني (!).

کابل ادارې له پوليسو سره ځانګړي ځواکونه او سرتېري هم أشر کړل، ياد بريد چې پکي د سپکو او درنو وسلو ترڅنګ له چورلکو او ډرون الوتکو هم کار واخيستل شو او څوفاېره توغندي يې پرې وار کړل له۲۴تر۲۸ساعته يې دوام وکړ د قيصاري د۱۰تنه وسلوالو په ګډون څو تنه پوليس، کمانډويان او سرتېري هم و وژل شول او له دواړو خوا و ګڼ ژوبل هم شول.

خو نه قيصاري ونېول شو، نه يې پرې ياد تورونه ثابت کړای شول او نه دغه بريد کومه ښکاره لاسته راوړنه درلوده، يواځي دا چې لکه څرنګه چې دغه کور په يوه ګڼ مېشته سيمه کې دی او بل خواه په جګړه کې هم درنې وسلې او بمبارۍ کارول شوې د عامو وګړو لسګونه کورونه يې وران کړل، په ملياردونو افغانۍ زيان يې ور واړاوه، هغوی يې د سيمي پرېښودو ته اړ کړل او هغه ترهه او وارخطايي خو پر حساب کې نه راځي چې پر دوی تېره شوې.

د قيصاري د کور د کلابندۍ موخه دا ښودل کېده چې نوموړي دغه کور پر زور لاندې کړی او دوی يې ترې باسي، خو اوس تازه پر تازه د دې جګړې، مرګ ژوبلي او درنو ملکي تلفاتو رښتونې انګېزه په ډاګه شوې چې د ډلبازۍ پر بنسټ د ځمکي پر سر شخړه ده.

د بلخ مشهور لنډغر عطاءنور نږدې ملګري فرهادعظيمي چې يو وخت له بلخ څخه د ولسي جرګې غړی و په بلخ کې د يعقوب پرنوم د فارياب يو وګړي خپل کور چې فعلاً ور کې استوګن هم و په زور ترې غصب کاوه، د دې زورواکو په وړاندې ولسي وګړي د هرڅومره قوي او څرګندو اسنادو سره سره نه څه کولای شي او نه يې څوک غږ اوري.

خو يعقوب يو بل ډېر ښه سيمه ايز زورواکی (قيصاري)وموند چې د فرهاد او د هغه تر شاولاړو زورواکو پر ژبه ښه پوهېږي او سيال يې دی، نو مجبوراً يې کور پر هغه پر درې لکه (۳۰۰۰۰۰) ډالرو خرڅ کړ، اوس نو ياد کور د يعقوب په څېر بېوزله وګړي نه و، بلکي پر ښه درنه او اسماني بيه د قيصاري غوندي زورواکي شو او فرهاد پر اسانۍ نشو غصب کولای.

همغه و چې د عطاءنور له استقامته يې پر ارګ غږ او هغه يې هم ننګه وکړه، خو دوی نه يواځي د خپلي جګړې په انګېزه کې بلکي پر قيصاري د دغه کور د غصب تور، د هغه په نېولو، وژلو او بيا په دې ټولو کې پاتې راتللو کې دروغجن و، انګېزه يواځي له قيصاري سره د هغه د کور پر سر ډغره وهل او فرهادعظيمي ته يې پر زور ګټنه وه.

پر قيصاري يې د تورونو تشي پلمې، له ګڼو ټوپکوالو سره له څلور لوريزي کلابندۍ چې پېنځم لوري (فضاء) هم چورلکو نېولی و د دوستم قطعې له لوري د هغه ايستل او بيا اوس داسي څرګندويي چې پر نېولو يې نه دي توانېدلي په ډاګه دا ښيي چې ارګ بياهم د هغه او بل هر زورواکي ترڅنګ ولاړ او ورسره ټينګ عهد او دوستي لري، سبا د قيصاري پرملاتړ د هغه شخصي رقيبان همداسي بمباروي، که ولسي وګړي وي نو له زړه يې نيسي او وژني، خو د قيصاري په څېر زورواکي هم بمباروي او هم يې له خپلي بمبارۍ ژغوري، د بمبارۍ زيان خو هسي هم ولسي وګړو ته اوړي.

دا مهال چې له يوې خوا قيصاري په ټاکنو کې د ارګ د تمي خلاف د هغه ملاتړ نه دی کړی او بل خوا د ټاکنو جنجال او د غني او عبدالله ترمنځ ټاکنيز کشمکش په درز کې روان دی ارګ له عطانور سره د اړېکو د بيا رغوني او ګرمولو په موخه د هغه د شخصي لانجې پرسر دغه عمليات او بيا پر دومره لوړه کچه ترسره کړل.

دغه کور که اوس هر يوه ګټلی وي کېسه يې همدلته نه تمامېږي، خو دا د شخړي قربانيانو يې څه پکي ترلاسه کړل؟! پرته له دې چې خوږ ژوند او هرڅه يې پکي بايلودل، خپلي کورنۍ يې په وير أخته کړې، خپل دنيا او آخرت يې خراب کړل او تر ټولو بده لا دا چې چا دوی وجنګول او چا چې و وژل له دوی يې تر مرګه د دې شخړي اصلي انګېزه پټه ساتلې وه، دوی په يوه دروغي ډراماتيکه پلمه و کارېدل او بيا ووژل شول.

وروسته د شخړي هغه اصلي انګېزه هم رسوا شوه چې پر يوه څاڅکي وېنه هم نه ارزېده، هغوی خپله د قيصاري د تش نېولو ارزښت هم نه ور کاوه وژل خو يې لاڅه، خو قربانيانو ته يې غلط فکر ورکړل شوی و، دا نو رښتيا هم ډېر زور غواړي چې په يوه څاڅکي نه ارزېده خو دوی په ناخبرۍ له لس تر۲۵تنو پکي و وژل شول او همدومره ژوبل.

اوس پوښتنه دا ده چې ايا د سر او ويني بيه همدا او همدومره وي؟!! چې يو څوک ځان د داسي ډغرو قرباني کړي، نه د خدای ج په لاره کې، نه د کوم حقه حق ترلاسه کولو په پار، نه له ناموس څخه پر ننګه، نه له هېواد او ولس څخه په دفاع کې او نه هم د هيڅ کوم ديني او ملي ارزښت په ساتنه کې، بلکي له خدای ج، دين او شريعت څخه د بغاوت کونکو، له هېواد او ملت سره پر خيانت او فساد لړلو زورواکو د حرامي دنياوي متاع او ګټي په لاره کې يې سرونه ورکړل، بيه به يې هم يواځي همغه د رواني مياشتي اجوره وي کومه چې نورو ته هم رسمي له سر بايللو پرته ور کوله کېږي.

او بيا يې له وژل کېدو وروسته د مادي فاسدو ګټو لپاره جنګونکي ښاغلي په کېسه کې هم نه دي، دوی د داسي جفاګانو په بټۍ کې ښه پاخه شوي او د دې ډول لسو تر سلو پلويانو وژل کېدل خو يوه دومره عادي خبره ده چې يواځي پر ټنډه يې هم أغېز نشي کولی، له دې وړاندي هم همدغه قيصاري او بيا عليپور سره په ورته ډرامو کې ګڼ د هغو پلويان او دولتي عسکر له منځه تللي وه، خو زه ولا چې نه پوهېږم دا غولېدلي عسکر ولي په دې لړ کې سر بايلي خو خلاصوي يې نه؟

د کابل ډلي ډلي خونخوارو مفسدينو چې په هر نوم هر څوک د طالبانو پر وړاندي درولي همدغسي د قيصاري او فرهاد شخړي په څېر يې انګېزه (شخصي/سياسي ګټي) پټه ده، خو له طالبانو سره د خپلي جګړې ټول پور پر يو او بل نوم پر دغو غولېدلو د سر پر بيه پرېکوي، له دې هرڅه څخه د ټولو غولېدلو د خلاصون لپاره يواځنۍ لاره دا چې سرخلاص کړي، د خپل سر بيه وپېژني، پرځان ـ اولادونو او خپلوانو رحم وکړي، خپل شرعي حيثيت او ورله غاړي مکلفيتونو او ذمواريو ته پاملرنه وکړي، په کور کېني، خپل دنيا او آخرت وژغوري او د جوړولو هڅه يې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x