نظــر

قرباني که ګناهګار اولس؛ مسؤل څوک دي؟

د،ب،هيښ

په افغانستان کې دهری خطا ،ګناه ، جنايت او خيانت نه د انکار او د مسؤليت نه يي د خلاصون آسانه لاره د اشخاصو، ډلو او سازمانونو دپاره داده چې د ملامتيا ګوته بل ته ونيسه او دخپل عمل مسببين نور وښييه .

دا ډول هڅې او تلاشونه به په بحران ، اړودوړ او جنګي حالت کې موقتاا د حقايقو د روښانه کېدلو واقعيت ځنډمن کړي ، مګر تاريخ د چا په پلويتوب او ضديت خپل قضاوت نه کوي ، بلکې حقيقت به را ښکاره کيږي او د ګناه کار او بې ګناه تميز به حتمي کيږي.

په مېډيايي بحثونو ، مقالو ، تحلیلونو او اظهاراتو کې زموږ په څه پوه او هوښياران د افغانستان د روان ناورين
ګناه په اولس اچوي او هر يو دا خبره کوي چې اولس ناپوهه ، بې خبره ، بې سواده او د سياسي شعور فاقد دئ او همدا وجه ده چې په ملک د مصيبت بلا مسلطه ده چې ورنه د نجات څرک يې نه لګيږي . څوک ورته د جاهل ملت خطاب کوي ، څوک يې پسونه بولي ، ځنې يې ويده اولس نوموي او نور يې بې سواده او بې علمه مخلوق.

دا خبره تر ډېره سمه او حقيقت دئ ، چې ديوې ټولنې فزيکي ، روحي ، اقتصادي او کلتوري وده او امنيت د ټولنې په افرادو پورې تعلق لري . که د ټولنې افراد يا په مجموع کې اولس بیداره ، هوښيار ، اګاه او د علم په ګاڼه مزيين وي ، اداره او مديريت به يې هم د داسې اشخاصو نه تشکيل شوي وي ، چې اهليت او لياقت يې د اولس له لوري تائيد او تصديق شوئ وي او د اجرائيه اعمالو څارنه او نظارت به يې همېشه د اولس له لوري کيږي.

همدا شان د اولس له لوري ورکړل شوي ماموريت د سم او ناسم اجراکولو په هکله به اولس ته ځواب ويونکي وي او حساب به ورکوي.

دلته دوې پوښتنې را ولاړيږي:

اول داچې ايا اولس د ټولنې د زعامت ، مديريت او سياسي واک په ټاکلو کې په ټول تاريخ کې د خپل ازاد تصميم اوپرېکړې په اساس رول درلودلئ دئ او د سياسي قدرت د منبع په توګه پېژندل شوئ دئ ، چې د ناورينونو او مصيبتونو ګناه يې په غاړه ورواچوو ؟ او که ملت ديوې وسيلې په توګه دقدرت دلاسه راوستلو او دوام د پاره استعمال شوئ دئ ؟

دوهم – ولې دا مطلق اکثريت د ناپوهۍ او لاشعورۍ په دې ستونزه چې د ټولو ناخوالو ، ناورينونو او مصيبتونو چينه ده اخته دئ ؟ د ملت پوهولو او بېدارولو وظيفه د چا په غاړه ده؟

په يوه ټولنه کې چې بې سوادان ، بې عقلان ، دسياسي شعور فاقدان ، بې خبران اکثريت مطلق وي ، خامخا به يې يو مطلق اقليت ( شخص ، کورنۍ ،ډله ، ګوند او دهغوی فکر) د عالم ، کارپوه ، اهل او هوښيار تر نامه لاندې په برخليک په مطلقيت سره حاکم او لوبې کوي.

د اولې پوښتنې په هکله د تاريخي اسنادو ، شواهدو او روان وضعيت ته په کتو بايد اقرار وکړو چې اولس په ټول تاريخ کې د سياسي قدرت منبع او سرچينه نه وه او نه يې د نظام په جوړولو کې رايه او فيصلې اهميت درلودلئ دئ، نه ترې پوښتنه شوې او نه چا ورسره مشوره کړې ده ، بلکې سياسي حاکميت په زور ،دوکه ، توطئيه او حتا د پرديو سره د معاملې په اساس پرې تحميل شوئ دئ او اولس يې فقط د خپل ناروا واک د غځولو او دوام د پاره استعمال کړی دی.

هر تصميم او پرېکړه د حاکم قدرت له لوري شوې ده او د اجرا د پاره يې دخپل ميل او خواهش مطابق د اولس نه منحيث د يوې وسيلې کار اخستی دی.

بناا دتصميمونو او فيصلو د عواقبو مسؤليت قطعاا د اولس په غاړه نه دئ ، ځکه د اولس په غياب کې يې صورت موندلئ دی.

له دې کبله دهر سياسي ، ټولنيز ، اقتصادي ، امنيتي او کلتوري ناورين د راتلو مسؤل حاکمه طبقه او دهغې مفتيان او مجريان دي او په اولس يې ګناه ور اچول د حقيقت او واقعيت خلاف يو تهمت او افتراده چې د استبدادګرانو او دهغوی د حاميانو له لوري د خپلو ناروا کړنو نه ځانونو ته د برائت حاصلولو دپاره تبليغ کيږي او په دې طريقه خپل تور مخونه غواړي سپين کړي.

دوهمه پوښتنه د اولس د ناپوهۍ او په تياره کې پاته کيدلو ده ،چې عوامل يې بايد مشخص او وپېژندل شي چې دا جهالت او لاشعوري چې زموږ په قسمت رسېدلې ده، زموږ په انساني سرشت او جوړښت کې خلق شوې ده او په موروثي توګه ديوه نسل نه بل نسل ته انتقال شوي او که د بهر نه را باندې تحميل او تپل شوي دي؟

ايا زموږ د بدبخته اولس جينيتيکي جوړښت همداسې دئ، چې د علم او پوهې د زده کولو استعداد او ظرفيت نه لري او که قصداا او جبراا په د وضعيت اخته شوي يو؟

طبيعتاا خو افغان انسان هم د نورو په شان د الله پاک له لوري د ورکړل شوي نعمت( عقل) نه برخورداره دئ
او بدني ، روحي او عقلاني جوړښت يې د نورو په څېر دئ، بيا ددې اولس ددې بدې ورځې چې د علم او پوهې نه محروم او د ړندو په شان د نورو په‌ لاس جوړه شوې لکڼه او دستور د ژوند سفر په عذاب او ستونزو کې کوي ګناه د چا په غاړه ده او مسؤل يې څوک دي؟

که افغانان غواړي چې نور په مشقت ، غريبۍ ، بې حرمتۍ او ذلت کې ژوند تير نه کړي او د روحي او فزيکي عذاب نه نجات پيدا کړي دې پوښتنې ته چې ولې په دې عصر کې چې انسان د علم ، پوهې او تخنيک په زده کولو او استعمال د مځکې سينه څيرې کوي او د اسمان په لور د نورو سيارو د تسخير او تحقيق د پاره په لوی سرعت او اوږده واټن سفر کوي ، لاکن افغان اولس د ژوند د ابتدايي ضرورت چې ګېده مړول دي په رفع کولو کې او د مدنيت اول قدم چې د يو بل د حقوقو احترام په مراعاتولو سره ګډ سوله ايز ژوند دئ په کولو قادر نه دي ،بايد ځواب پيدا کړي او د هغې په بنياد دحل لارې ولټوي.

د مځکې په مخ د انسان د پيدايښت په هکله دوې فرضي او يا نظريې دي ‌ . يوه يې ديني ده چې د نني انسان د پيدايښت منبع ادم (ع) دئ او بله يې کفري ده ، چې انسان د بيزو د تکاملي نسل محصول بولي .
د کفري نظريې سره زموږ کار نشته ، سره ددې چې د انسان د پيدايښت په هکله هغوی هم د بيزو د يوې مشخصې نوعې د تکامل افسانه بيانوي ، نه د مختلفو . يعنی دوی هم د انسانانو د پيدايښت منبع د اصليت په لحاظ يوه بولي او ننی وجود يې دهمغه يوې نوع بيزو ميراثي وده او نمونه ده ، نه امريکايي ، يا اروپايي ، يا افريقايي او يا اسيايي بيزو.

لاکن موږ افغانان د اسلام د مقدس دين پيروان يو او د همدې ديني عقيدې د ارشاداتو په بنا به خپل ماضي ، حال او اينده مطالعه کوو .

په ديني عقيده او مفکوره کې انسان بني ادم يعنی د آدم (ع) اولاده ده چې دتولد او تناسل سلسله يې زموږ تر وخته را رسېدلې ده او ټول بشر يو ادرس او منبع د خپل پيدايښت او اصليت لري چې هغه ابوالبشر حضرت ادم (ع) دئ . بناا زموږ ننی بدني او دماغي جوړښت دهمغه ادم (ع) نه په ميراث پاته دئ او دا ميراث په خدائي او طبيعي شکل وېشل شوئ دئ او د زمانې په اوږدو کې يې تحول او تکامل پيدا کړئ دئ.

ټول انسانان د پنځګونو حواسو ، داخلي اورګانونو او عقلاني جوهر نه برخورداره دي او هېڅ داسې نه دي
شوي چې ځيني بنيادمان دې په دې جوړښتونو کې د کيفيت او ماهيت له کبله د زياتوالي او يا کمبودوالي په اساس دنورو سره توپير ولري . مانا دا چې ټولو ته الله پاک دليدلو ، اورېدلو ، خبرو کولو ، حرکت کولو او تر ټولو لوی نعمت عقل ورکړئ دئ چې فکر ،سنجش ،محاسبه او تحليل وکړي او په دې برخه کې دنورو ټولنو د افرادو سره توپير نه لرو . نو زموږ وروسته پاته کېدل د جهاني علمي او تمدني کاروان نه کومه قسمتي او ميراثي جنبه نه لري، ځکه موږ هم د همدې بشريت يوه برخه يو او هغه بدني ، رواني او عقلاني جوړښت او وظايف يې چې الله پاک انسان ته ورکړي دي موږ هم ترې برخورداره يو ، بلکې د مسلطو سياسي – اجتماعي – کلتوري شرايطو او محيط چې په دې ټولنه تحميل شوي دي د توپير نتيجه ده .

لکه ديوې کورنۍ نظم او د غړيو هوساينه ، امنيت ،روزنه او پالنه چې د کورنۍ د مشر او سرپرست وظيفه ده او هغه وخت يې په احسنه توګه سرته رسولئ شي چې مشر او سرپرست خپلې دندې ته صادق ، متعهد او وفاداره وي او ځان د کورنۍ نه جدا ونه بولي ،همداسې د يوې ټولنې او هېواد د روزنې ،پالنې ،پوهولو ، هوښيارولو ، فعاله کولو او د افتونو نه د ساتنې دنده د هېواد د سياسي زعامت او واکمنانو ده . که واکمنان ځانونه د ټولنې د بدن غړي وبولي ،د ټولنې د سالميت ، حفاظت ، هوسايۍ او سوکالۍ مسؤليت په سم او انساني شکل ادا کړي او د ځانغوښتنې ، شخصي هوسونو او نفسي غوښتنو قرباني يې نه کړي ، طبعاا به ټولنه د داخلي ټکرونو او خارجي افتونو نه په امان وي او د ټولنې غړي به په کامل هوش ، جوش ،شوق مينه او احترام خپل وظايف اجرا کوي او د يوه مرفه او ارامه ژوند په لور به روان وي .

لاکن بد بختانه چې په افغاني ټولنه کې په ټول تاريخ کې سياسي قدرت او تعميل يې د استبداد
،ځانغوښتنې او ځانپالنې په طرز العمل صورت موندلئ دئ او د ټولنې علما ، کارپوهان او هوښياران يې چې اصلاا د ټولنې د پوهولو ،بېدارولو ، هوښيارولو او د خپلو او نورو د حقوقو نه خبرولو رسالت لري د پيسو او مقام په تطميع استخدام کړي دي او په دې طريقه هغه مهمه الهي او انساني وظيفه چې د عامو خلکو د ذهنونو روښانول ، د خپلو حقوقو او مکلفیتونو نه يې خبرول او دعلم او پوهې په وسيله خپل فردي او ټولنيز ژوند عيارول او سمبالول دي نه ده اجرا کړې ،بلکې د مسلط استبداد د ناروا او ظالمانه واک چلولو د دوام او بقا دپاره يې ډ خلکو په جهالت او تيارو ساتلو کې خپله خايينانه وڼډه اخستې ده .

د يوې ټولنې د پوهولو ، بېدارولو او هوښيارولو وظيفه او مسؤليت دهغه چا په غاړه دئ ، چې عالم وي ، په څه پوه او خبر وي او دا پوهه او اګاهي ورکول دټولنې افرادو ته بايد بې له کومې بانې او امتياز غوښتلو خپل انساني او اجتماعي مکلفيت و بولي.

تر دې ستر خيانت نشته چې علم ، پوهه ، سواد او عقلاني بیداری يو فرد او ډله په ځان پورې منحصر او عوامو ته يې د شخصي او ګروپي غرضونو او سياسي قدرت د لاسته راوستلو او يا تداوم په خاطر د انتقال او انتشار مخه قصداا او عمداا نيسي .

له بده مرغه زموږ د ټولنې د وروسته پاته کیدو ، سياسي-اقتصادي -فرهنکي -اجتماعي ستونزو،فقر ،محتاجۍ ، ذلت ، بېعزتۍ ، دوامداره وير او نورو مصيبتونو اصلي ريښه دهمدې په څه خبر او پوه قشر دا خيانت دئ ، چې د عوامو سره يې کړئ دئ او هغه ديني امر او علمي رسالت چې د خلکو خبرتيا ، هوښیارتیا او بیدارتيا ده نه يوازې يې ادا کړئ نه دئ ، بلکې په مختلفو پلمو يې مانع ګرزېدلي دي . اولسونه يې په جهالت او تيارو کې ساتلي دي ، تر څو د ټولنې په سرنوشت کې فعاله برخه وانه خلي .خدای (ج) ورکړي استعدادونه يې رشد ونه کړي او د علم د زده کولو ، تحقيق ، تفکر ، ابتکار ، کشف او اختراع په وسيله د انفعالي ، جامد او وابستګۍ د حالت نه د تحریک ، تخليق او په ځان اتکا وضعيت ته تغير و نه کړي .
د خپل ځان ، ټولنې او چاپېريال په هکله د عقل او پوهې په اساس د تصميم نيولو جوګه نه شي ،تر څو د حاکم قشر د امر تابع پاته شي او د ټولنې د تصميم او فيصلو واک پيدا نه کړي.

استبداد او په خدمت کی يې په څه پوه او لوستو عناصرو ته مهمه نه وه او نه ده چې که تصميمونه او فيصلې يې د ميليون هاوو عوامو د وينې په توئيدلو او د ژوند په بيه تمام هم شي ، خو چې ددې صاحبانو او عاليجنابانو سر په امان ،شهرت يې دوامداره او ګټې يې خوندي پاته شي . په همدې بانه يې ، چې اولس نافهمه او جاهل دئ ،د اولس د تصميم او په فيصلو کې يې د برخه اخستلو خدايي حق غصب او مانع يې ګرزېدلي او خپل توتاليتېر حاکميت يې پرې چلولئ دئ.

دا دستور ختمول په کار دي . د خلکو د پوهولو او هوښيارولو د پاره علم او پوهه د دربار او اشرافو د انحصار او خصوصيتوب نه را ايستل، او عوامو ته رسول بايد صورت ونيسي. نور بايد علم او پوهه ( ديني علوم او طبيعي علوم ) د يوه قشر له لوري د قدرت -شهرت -ثروت او شهوت د حاصلولو د پاره د يوې حربې او وسلې په توګه استعمال نه شي ،بلکې اصلي هدف يې چې د عوامو پوهول او د جهالت نه را ايستل دي عملي شي ،ترڅو دټولنې افرادو ته دا چانس او زمينه مساعده شي ، چې د علم او پوهې په زده کولو سره د غفلت خوبونه پرېږدي او بیداره شي ، په ځان د بې باورۍ او ړانده تقليد او پيروۍ په عوض په ځان د اتکا حس يې را ژوندئ شي او د پرازيتي او انفعالي ژوند په ځای د ابداع ، خلاقيت او ابتکار په اساس په ټولنه کې خپل رول ادا کړي.

د عالم ، متخصص ، کارپوه او فنکار مقام ،عزت او حيثيت ديوه شخص ، کورنۍ ،ډلې او اډيولوژي د قدرت ، شهرت ، ثروت او شهوت دتقويې او بقا د پاره معيار او وسيله نه شي ،بلکې د عوامو د پوهولو ، بېدارولو او هوښيارولو په ميزان وتلل شي . عالم ، متخصص ، کارپوه او فنکار او دهغوی علميت ، پوهه ،فن او مهارت بايد اولسي او د اولس په خدمت کې شي ، تر څو چې د اولس فزيکي او عقلاني استعداد او ظرفيت يې رشد پيدا کړي او د ټولنې د ستونزو د حل د پاره جوګه شي او د يوه واړه اقليت له لوري يې سياسي قدرت چې د اولس ملکيت دئ د ناپوهۍ او چهالت تر بانه لاندې نور يرغمل او غصب نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x