ورزش

بيګ باش ليګ: قيس احمد په يوه اور کې ۳ ويکټې واخيستې

نن ټکی اسيا (جمعه ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې ځوان سوکه ليګ توپ اچونکي قيس احمد د استراليا په تجارتي ليګ بيګ باش سياليو کې په زړه پورې توپ اچونه وکړه.

قيس احمد چې په بيګ باش ليګ کې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې لخوا لوبيږي د سيډني تنډرز لوبډلې پر وړاندې په يوه اور کې ۳ لوبغاړي وسوزول.

قيس احمد په دغه لوبه کې څلور اورونه وکړل، ۴ يې ويکټې واخيستې او يوازې ۱۲ منډې يې ورکړې، ددې سربېره يې يو لوبغاړی په منډه کې هم وسوزوه‌.

په ياده لوبه کې د قيس احمد لوبډلې هوبارټ هوريکنز په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوزيدلو ۱۲۹ منډې جوړې کړې چې سيال لوبډلې ته هدف بشپړول ستونزمن نه وو، خو قيس احمد غوره توپ اچونه وکړه، مهمې ويکټې يې وسوزولې او لوبه يې وګټله.

د روان کال په بيګ باش سياليو کې قيس احمد خپله لومړۍ لوبه کوي چې د لوبې غوره لوبغاړي جايزه يې هم وګټله.

د قيس احمد سربېره په بيګ باش ليګ کې افغان لوبغاړی ظاهر خان هم د مجيب الرحمن لوبډله بريسبين هيټ کې اخيستل شوی دی.

راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمن د اډليډ سټرايکرز، ميلبورن رينيګيډز او بريسبين هيټ لخوا لوبيږي چې د ظاهر خان او قيس احمد سربېره راشد خان هم دغه هېواد ته تللی دی. مجيب او محمد نبي په بنګلديش ليګ کې له ګډون وروسته دغه هېواد ته سفر کوي‌.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x