کورنۍ وظیفه دې ولې نه ده کړې؟ پلار له خپل کوچني زوی سوالګر جوړ کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په ټولنیزو رسنیو یو خبر خپور شوی چې د چین هېواد په شنګایي اور ګاډي په تم ځای کې یو ماشوم سوال کاوه، مګر دا ماشوم ذاتي سوالګر نه بلکې د کورنۍ وظیفې نه کولو په پار خپل پلار له ده څخه سوالګر جوړ کړی دی.

د جزئیاتو له مخې، څو ورځې وړاندې د شنګایي پولیسو ته خبر ورکړل شو چې یو کم عمره ماشوم په دې خاطر د اورګاډي په تم ځای کې کچکول نیولی او سوال کوي چې پلار یې د کورنۍ وظیفې د نه کولو په جرم سزا ورکوي. پولیسو دغه ماشوم له ځانه سره د پولیسو مرکز ته وړی دی.

کله چې له دغه ماشوم څخه پوښتنې وشوې، نو څرګنده شوه چې په ښوونځي کې ورکړل شوې کورنۍ وظیفې په نه کولو سره یې پلار سخت قهریدلی او نوموړی یې له ډيرې غوصې سوال ته کښینولی دی.

د ماشوم مور د یادې خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د ښوونځي لخوا د ماشوم زیات شکایتونه کېدل چې هیڅکله پر خپل وخت کورنۍ وظیفه سر ته نه رسوي، د ماشوم مور زیاتوي چې زوی یې ددې لپاره سوال ته کښینول شوی تر څو ده ته د سوالګر په ډول د ژوند په اړه ریښتینی حقیقت معلوم شي، د مور په وینا یې چې د داسې سزا مخالفه ده خو د خاوند مخه یې نه شوه نیولای.

پولیسو د ماشوم مور او پلار ته په راتلونکې کې د داسې نه کولو خبرداری ورکړی او ماشوم یې کور ته استولی دی.

باید وویل شي چې په کم عمر کې ماشوم ته داسې سزا ورکول د یوه هدف له مخې کیږي نه دا چې د هغه شخصي حریم ته زیان ورسیږي، که څه هم د کورنۍ وظیفې کول لازمي دي مګر دا داسې جرم نه شي کېدلای چې د اور ګاډي په تم ځای کې دې سوال ته کښينول شي، همدا لامل دی چې په ټولنیزو رسنیو د یاد ماشوم پلار له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په ښوونځي یا نورو درسي حلقو کې ماشوم ته داسې سزا ورکول چې د هغه شخصي حریم ته زیان رسوي دده په راتلونکې سوالیه نښه لګوي، شونې وي چې دغه ماشوم له خپل راتلونکي نا امیده کړي او په ستر زیان یې اخته کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د