ننګرهار: ګډو ځواکونو اووه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): په ولسي وګړو د ګډو ځواکونو د چاپو او شپنيو عملياتو په دوام دا ځل بيا د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو اووه تنه ملکي وګړي وژلي دي.

راپورونه وايي چې د خوږياڼو ولسوالۍ د تورغر سيمې په بېټنيو کلي کې تيره شپه ګډو ځواکونو د ځاځي او محمد حضرت په نامه د دوو تنو ملکي وګړو په کورونو چاپه واچوله او ياد کسان يې وژلي دي.

په وژل شويو کسانو کې د نقيب الله، محمدالله او نوراغا په نامه د ځاځي بچيان دي او همدا راز د محمد حضرت په نامه يو بل سپين ږيری او درې تنه کوچيان هم وژل شوي دي.

له سيمې څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې ګډو ځواکونو ښځې او ماشومان له کورونو ويستلي دي او کورونه يې ورنړولي دي.

په پيښه کې د ماشومانو په ګډون څو تنه ټپيان شوي هم دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او د ورځې په خپلو کروندو کې په کرکيله بوخت وو.

د ننګرهار ولايتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د ملکي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو له لوري شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

یا پروردگاره هر سوک چی په هر نامه بیگناه خلگ شهیدوی ته سزا ورکری.

Back to top button
Close
Close