
د افغانستان، پاکستان او هند ځينې سيمې زلزلې ولړزولې
نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): نن مازيګر د افغانستان، پاکستان او هند ځينې سيمې يوزې زورورې زلزلې ولړزولې.
راپورونه وايي چې يوې زلزلې چې شدت يې د ريختر په کچه ۶،۱ ښودل شوی دی د افغانستان، پاکستان او هند ځينې سيمې لړوزلي دي.
د ځمکې پېژندې نړيوالې ادارې د راپور له مخې د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ کې ۲۱۰ کېلو متره د ځمکې لاندې و.
د زلزلې جټکې که څه هم ډېرې تيزې احساس شوي دي خو تر اوسه پورې د ځاني تلفاتو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.
دوه ورځې وړاندې هم په افغانستان او د پښتونخوا ځينو سيمو کې د زلزلې جټکې احساس شوې وې.