ټکنالوژي

فیسبوک مو د «ځای آپشن» بندولو سربېره هم څاري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې فیسبوک اعتراف کړی چې دوی هغه کاروونکي هم څاري کوم چې په خپلو مبایلونو کې د ځای یا لوکیشن انتخاب (GPS) بند ساتي.

د امریکا د سناتورانو یوه لیک په ځواب کې فیسبوک ویلي چې د بېلا بېلو معلوماتو لکه اعلانات ښودلو، تازه خبرونو، د امنیتي اخوندیتوب او داسې نورو معلوماتو لپاره استعمالیږي.

فیسبوک څرګنده کړې، حتی که د مبایلونو موقعیت انتخاب «Location Service» د کاروونکي لخوا بند شوی هم وي دوی د ځای یا لوکیشن معلومات څاري چې دغه د IP ادرس له لارې ممکنه ده.

دوی زیاتوي چې د آی پي ادرس څخه دا معلومات هم ترلاسه کېدلای شي چې کاروونکی په کومه سیمه او ښار کې موقعیت لري.

دغه لیک چې فیسبوک یې ځواب کړی یوه امریکایي سناتور د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ ته د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کې لیږلی و.

باید وویل شي چې فیسبوک همیشه د کاروونکو د معلوماتو په غلا کولو او ددوی د خوندیتوب ستونزو په اړه له غبرګونونو سره مخ شوی دی، چې په اړه یې ځينې هېوادونو جدي ګامونه هم پورته کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x