ټکنالوژي

ټویټر سعودي عربستان پسې تړلي زرګونه حسابونه تړلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د جمعې په ورځ د دیسمبر په ۲۰مه نېټه ټویټر خبر ورکړ، هغه حسابونه چې سعودي عربستان سره تړلي دي په بشپړ ډول ځنډولي دي.

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې ټویټر ویلي چې دوی شاوخوا (۸۸۰۰۰) حسابونه چې د سعودي حکومت لخوا پر مخ وړل کېدل او د هېواد په تاوتریخوالي کې یې لاس درلود بند کړي دي، د ټویټر په وینا چې اوسمهال یې له شاوخوا ۶۰۰۰ حسابونو پرده پورته کړې ده.

دغه راز ټویټر زیاتوي چې دغه حسابونه یې د ټویټر «پلیټ فارم مدیریت پالیسۍ» سرغړونې په سر ځنډولي دي.

ټویټر وایي چې دغې حسابونو د یوې لویې شبکې اصلي برخې نمایندګي کوله، دوی په پراخه کچه په ګواښونکو موضوعاتو کې ښکیل دي. ددغه حسابونو حمایت د سعودي حکومت لخوا کېده.

ټویټر زیاتوي، چې په ستمبر میاشت کې یې د سعودي شاهي محکمې پخواني سلاکار سعود القحطاني په ګډون د ګڼ شمېر نورو حسابونه ځنډولي و چې د سعودي حکومت سره تړلي وو.

دغه وروستۍ ځنډونې د ټویټر ویبپاڼې د بشپړ سلامتیا ډلې لخوا څارل کیږي، چې زیاته برخه د حسابونو منځپانګه په عربي ژبه وه، خو ځینې نور یې د لویدیز لیدونکي کاروونکي دي، دغه خبرې ټویټر په خپل نوي راپور یا بلاګ کې ویلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

دا معنی چه د دموکراسی درغلنی ټاکنی له رسنیو د بیان ازادی او داسی نور د مظلوم بشریت خطا ایستنه ده ددموکراسی اصلی مخ دروغ، غلا او درغلنی دی تویتر ، فیسبوک، یوټیوب ، اخبارونه تلویزونونه او داسی نور او نور ټول د دجالی دموکراسی مالکیت او واک کی دی چه به مټ یی د نړیوال استعمار او د سعودیانو به شان غلامانو سپین تور او تور سپینوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close