افغانستان

زلزلې په بدخشان کې ۲۰ کورونه زيانمن کړي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ مازديګر مازديګر د افغانستان، پاکستان او هند يو شمېر سيمې د يوې نسبي قوي زلزلې له امله ولړځېد، خو تر اوسه يوازې په بدخشان کې د يو شمېر کورونو د زيانمن کېدو خبرونه ترلاسه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د امريکا د ځمکپوهنې ادارې د چارواکو په حواله ليکلي، د يادې زلزلې شدت ۶ اعشاريه ۱ ريښتره و او مرکز يې د افغانستان په شمال کې هندوکوش غر بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې تر اوسه د دغې زلزلې له امله د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې شل کورونه زيانمن شوي، خو د اوښتو زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات لا هم نه دي ترلاسه شوي.

د زلزلې له امله د پلازمېنې کابل سربېره ګڼو سيمو کې کورونه او ودانۍ ډېرې ولړځېدې، خو د زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په ګڼو سيمو کې ابادۍ او لوړپوړيزې ودانۍ له زلزلې او طبيعي پېښو پر وړاندې د مقاومت توان نه لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close