افغانستان

سرور دانش: تر څو چې اوربند نه وي شوی، د سولې په شعارونو باور نشي کېدای

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» وایي، حکومت د سولې له هرې طرحې ملاتړ کوي؛ خو تر هغه مهاله چې د سولې پروسه د افغان حکومت په مالکیت پیل شوې نه وي او یو اوربند نه وي رامنځته شوی؛ د سولې په شعارونو باور کېدای نشي.

دانش چې تېره ورځ یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « حکومت د سولې له هرې هغې طرحې ملاتړ  کوي، چې د افغانستان جنګ پای ته رسولای شي، مګر سوله پېچلي پړاوونه لري، چې د لاسرسي لپاره ورته ډېر وخت اړین دی، که په دې پړاوونو کې له دقت کار وانخستل شي، موږ به د سولې تر نامه لاندې یوه بل جنګ ته ولوېږو.»

نوموړي زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونه یې اوس په تعرضي حالت کې دي او طالبان باید ورباندې د کمزورو ګمان ونکړي « طالبان دې مذاکراتو ته زموږ ورتګ کمزوري نه بولي، زموږ امنیتي ځواکونه په تعرضي حالت کې دي او موږ له هر لوري د خپلو ځواکونو ملاتړ ته تیار یو، هغه که له نظامي او لوجستیکي اړخه وي، یا هم سیاسي ملاتړ وي.»

د دانش په خبره، له تېر یو کال راهیسې افغان حکومت د سولې په برخه کې هر ډول هڅه کړې؛ خو طالبانو «تشدد» زیات کړی؛ نو ځکه که د بین الافغاني مذاکراتو سره هم مهاله اوربند اعلان نشي؛ د سولې په طالباني شعارونو باور کېدلای نشي.

دانش داسې مهال له طالبانو د اوربند هیله لري، چې د یو شمېر سرچینو په حواله، امریکايي لوري په دوحه کې د طالبانو له مذاکراتي ټيم ورته غوښتنه کړې او هغوی یې لس ورځني اوربند ته هڅولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

خو دا خو یی بد ندی ویلی. دا ډیر وخت وشو سوله سوله چیغی وهو. نور د خلکو باور هم پر دغو سوله غوښتنونکو راکم شو. کله چی اوربند وشی بیا به خلک پوه شی شی په ریښتیا اوس سولی کیږی.

پتنګ

تاسو دې لوده ته ګورۍ ! !! ای احمقه ته خو دالري غلام یې نو ستا سره څوک خپلې جامې مرداروي او ستا سره په څوک په سوله خبرې کوي ؟ ته خو غل غلام یې نو له غلام سره به کوم لېونی خبرې کوي طالبان به تر هغه وخته پورې اور بند ونکړي تر څو چې ستا بادارانو په سوله موافقه نه وي کړي ! او لاسلیک یې نوي کړی ! له هغه وروسته به له ملت سره خبرې کوي نه له مذدورانو او غلامانو سره !! ستاسې وخت را نږدې شوی هسې ځان باسی او کډې مو باروۍ… نور لوستل »

جميل

دا بيدانشه تر اوسه پدی ندی خبر چی آزاد او خپلواک طالبان د مزدورو او غلامانو سره خبری او مذاکرات نکوی ، خو کله چی د دی غلامانو د مالک(امريکا) سره توافقنامه لاسليک سوه هغه وخت به دا غلامان هم د نورو افغانانو په څير يو کوچنی جهت وی نه د دولت استازی خو د طالبانو کرامو استازی به د اسلامی امارت استازيتوب کوی او دا خبری يا مذاکرات به يوازی د غلام دولت د تسليمی او ټوله واک و طالبانو ته د سپارلو لپاره وی ، تر هغه وروسته کله چی پر ارګ او ټوله هيواد د محمدی کليمی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x