افغانستان

پنټاګون: امريکايي چارواکو د افغانستان جګړې په اړه درواغ نه دي ويلي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» چارواکو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغه راپور رد کړی، چې په وينا يې امريکايي چارواکو د افغانستان اتلس کلنې جګړې په اړه خپلو خلکو او نړيوالو ته درواغ ويلي او د جګړې حقايق يې پټ کړي دي.

د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر او د پوځ لوی درستيز جنرال مارک ميلي په پنټاګون کې د رسنيو ته استازو سره په خبرو کې د افغانستان جګړې په اړه د واشنګټن پوسټ خپور شوی راپور رد کړی دی، چې ګواکې د امريکا ولسمشرانو او جنرالانو د افغانستان جګړې په اړه خپلو خلکو ته درواغ ويلي او رښتيني حقايق يې پټ کړي دي.

د مارک ايسپر په وينا د افغانستان اتلس کلنې جګړې ټول اړخونه روښانه دي، هېڅکله په لوی لاس او قصدي توګه درواغ نه دي ويل شوي او نه هم د چا ژوند په قصدي توګه له منځه تللی دی.

د امريکا لوی درستيز جنرال مارک ميلي هم له دفاع وزير سره ګډې خبري غونډې ته وويل، دی په خپله په افغانستان کې پاتې شوی، هلته يې پوځي ماموريت ترسره کړی او د جګړې د حقیقي اړخ پټولو په اړه يې هېڅ شی نه دي تر سترګو شوي.

جنرال ميلي، د امريکا او طالبانو ترمنځ روانو خبرو ته هم اشاره کړې او زياته کړې يې ده، چې د امريکا او طالبانو مذاکرات د افغانستان روانې جګړې د پای ته رسولو لامل کېدای شي.

د امريکا دفاع وزير او لوی درستيز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څو ورځې وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان اتلس کلنې جګړې په اړه داسې راپور خپور کړی و، چې په وينا يې امريکايي ولسمشرانو او جنرالانو په دې اړه خلکو ته درواغ ويلي دي.

د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي وو، امريکايي چارواکي په دې پوهېدل، چې د افغانستان جګړه د ګټلو نه ده، د امريکا لپاره له مالي او ځاني پلوه بې ساري زيانونه لري، خو چارواکو په دې اړه خپل ولس او نړيوالو ته درواغ ويل او حقايق يې له خلکو پټ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x