افغانستان

طالبان: بین الافغاني مذاکرات به د بهرنيو پوځيانو د وتلو له تړون وروسته پيليږي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبانو يو ځل بيا پر خپل پخواني دريځ ټينګار کړی او وايي، چې بین الافغاني مذاکرات به د ټولو بهرنيو پوځيانو د وتلو له تړون وروسته پيليږي او ټول افغان لوري او سياستوال به په کې برخوال وي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د بین الافغاني خبرو په اړه د دوی دريځ روښانه دی او د ټولو بهرنيو پوځيانو د وتلو د تړون له لاسلېکېدو وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

ښاغلي شاهين زياته کړې، چې ټول افغان لوري به په دغو خبرو کې برخه ولري.

يو شمېر افغان سياستوالو هم ويلي، له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره له حکومت سره د ګډ پلاوي په جوړولو کار کوي

د سولې عالي شورا مرستيال حاجي دين محمد، پخواني جهادي قومندان اسماعيل خان او يو شمېر نورو سياستوالو ويلي، د افغانستان راتلونکي په اړه له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه له حکومت سره د ګډ پلاوي په جوړولو کار کوي او په لنډ وخت کې به بشپړ شي.

دې پلاوي ته به په هغه صورت کې کار پيدا شي، چې د طالبانو له غوښتنې سره سم د امريکا او طالبانو ترمنځ د بهرنيو پوځيانو د وتلو هوکړه ليک لاسليک شي.

له تېر يوه کال راهيسې طالبانو درې ځل له افغان سياستوالو سره مخامخ خبرې کړي، خو د ګډ حکومت چارواکو په کې په رسمي توګه ګډون نه دی کړی.

د ګډ حکومت چارواکي تل له طالبانو سره د مخامخ خبرو غوښتنه او ټينګار کوي، خو طالبان وايي، د کابل اداره په رسميت نه پيژني او هېڅکله به په رسمي توګه ورسره خبرې ونه کړي، بلکې د نورو سياسي جهتونو تر څنګ به د کابل ادرې غړي هم د بین الافغاني خبرو برخه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

په پښتوکی متل دۍ وایی:هغه خوله دی ماته سی چه تروخت دمخه شکرکاږي،پرڅشی صلح وسی ټول افغانان وروڼه دي هغوظالمانوچه ظلم کړۍ دۍ دبخښښ اختیارخوطالبان نلری مظلومان به دهغه بخښښ کوی نوردملک دجوړیدووظیفه خودټولوافغانانوده ظالمانوچه ملک چورکړۍ دۍ اومظلومان یی وژلی دی دهغوصلح اوپریښوول خودملت حق دۍ دطالب ندۍ تاسی دکرزی پوښتنه وکۍ ترموقتی حکومت دمخه دی څشی درلودل اودعبدالله فوفل په واسطه دعینومینی مالک سوی کندهارخوتاوو عبدالله فوفل پر خپل نامه کړۍ دۍ بس دصلح په نامه به تاته پاته سی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x