د غزني د ده يک ولسوال له طالبانو سره په نښته کې ټپي شوي

نن ټکی اسيا(شنبه، ۳۰لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د غزني د ده یک ولسوالۍ ولسوال فضل الرحمن نظروال له طالبانو سره په مخامخ نشته کې ټپي شوی دی.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري رسنیو سره په خبرو کې ويلي چې نوموړی تیره ورځ غرمه مهال هغه وخت ټپي شو چې له امنيتي ځواکونو سره يې په چاڼیزو عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

نوري ویلي چې نوموړی د يادي ولسوالۍ اړوند په رامک سيمه کې په یوه جګړه کې پر پښه ټپي شو د درملنې لپاره کابل ته وړل شوی او روغتيايې وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

هغه ویلي چي په رامنځته شوي نښته کې دري تنه طالبان هم وژل شوي دي، خو طالبان وایي چې هیڅ مرګ ژوبله نه لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دغه نښته کې یې ۵ تنه عسکر وژلي، د ولسوال په ګډون درې نور یې ټپیان کړي، یو ټانګ یې ویجاړ کړی، ۲ موټر او ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د