
غزل؛ پيرمحمد کاروان
پير محمد کاروان
سپوږمۍ به پاس ولاړه وه شپېلۍ به غږېدله
د غره خوږه هوا به مو په کلي لګېدله
جګړه د منګور پښه وه هېچا هم نه وه لېدلې
د امن زمانه وه اخ په مینه تېرېدله
په ډزو د ټوپکو ماشومان وارخطا نه وو
یا ورا وه را روانه یا جرګه به جوړېدله
ایران او پاکستان په دښمنۍ مَشَهور نه وو
د روس د امریکې څېره یوه نیم پېژندله
بس نېک وو ګومانونه ، نه غیبت و نه بهتان و
په ورا کې د لاله به پېغله خور هم ګډېدله
د چم جونې مېرمنې به په یو ځای وې راټولې
بړستن یې جوړوله او شړۍ به یې اوبدله
ژوند غېږه د مورکې وو للو للو کاروانه
ماشومه دنیاګۍ خوږه زانګو وه زنګېدله
۳۰ قوس ۱۳۹۸ کابل