دیني، سیرت او تاریخ

‏د یوې نبوي دعا شرحه

حامد افغان

یا الله! زه پر تا پناه غواړم، له بد ګاونډي، له داسې ښځې چې د بوډاتوب له وخته مخکې مې بوډا کړي، له داسې زویه چې ځان زما واکدار ګڼي، له داسې شتمني چې زما لپاره عذاب وي او له داسې مکرجن ملګري نه چې ظاهراً د ملګري په نظر راته ګوري خو زړه یې زما څار کوي او په زړه کې د دوکې نیت راته لري، که زما ښه کار وویني پټ یې کړي او بد کار مې چې وویني نشر یې کړي.

اللَّهُمَّ إنِّي أّعُوذُ بِكَ مِنْ جَارِ السُّوءِ، وَمِنْ زَوْجٍ تُشَيِّبُنِي قَبْلَ المَشِيبِ، وَمِنْ وَلَدٍ يَكُونُ عَليَّ رَبّاً، وَمِنْ مَالٍ يَكُونُ عَلَيَّ عَذَابَاً، وَمِنْ خَلِيْلٍ مَاكِرٍ عَيْنُهُ تَرَانِي، وَقَلْبُهُ يَرْعَانِي؛ إِنْ رَأَى حَسَنَةً دَفَنَهَا، وَإِذَا رَأَى سَيِّئَةً أَذَاعَهَا. رواه الطبراني في الدعاء، 3/ 1425، برقم 1339، وهناد في الزهد، برقم 1038.

شرحه او تفصیل

دې ګټوره نبوي دعا کې له پنځه ډوله ګاونډیانو پناه غوښتل شوې ده، هغه پنځه ډوله داسې چې سړي ته ډېر او بېخي ډېر نږدې وي، دا پنځه که بد شی د انسان ژوند تریخوي، جهنم کوي او په عذاب یې اخته کوي. نو تل باید له دې پنځو نه پناه وغوښتل شي او عملاً هڅه وشي چې له دې پنځو لیرې پاتي شي. هغه پنځه دا دي:

① بد ګاونډی
② بده ښځه/مېړه
③ بد اولاد
④ حرامه شتمني
⑤ مکرجن ملګری

له ګاونډي سره بد چلند لویه ګناه ده، نو بد ګاونډي یو کور نه بلکي کلی په عذاب او زحمت اخته کړی وي، په خلکو یې شپه ورځ تنګه کړې او له مختلفو ستونزو سره مخ کړي وي. نو له بدګاونډي پناه غوښتل او ځان ساتل لازمي دي.

بده ښځه/بد مېړه د انسان ژوند په عذاب اړوي، ان تردې چې د بداخلاقي له عذابه یې انسان په ځواني کې بوډا شي لکه حدیث کې چې راغلي (ومن زوج تُشِّيبني قبل المشيب) دا هغه ښځه یا خاوند دی چې په لیدلو یې انسان زوریږي او بدعمله او بدژبې/بدژبی وي.

بد اولاد هم لوی عذاب دی، خصوصاً هغه چې ځان د مور و پلار واکدار بولي او له هغوی نه یې اختیار وړی وي. (ومن ولد يكون عليَّ ربَّاً) یعني هغه لکه بادار او مور و پلار یې لکه غلامان داسې ګرځولي وي.

حرامه او په ناروا لارو ترلاسه کړې شتمني؛ بده شتمني ده او دا شتمني انسان ته عذاب وي (ومن مال يكون عليَّ عذاباً) د مومن لپاره حرامه شتمني ټول عذاب ده، هم په دنیا کې او هم په اخرت کې. مومن ته لازمه ده چې په ټول وس او توان سره له حرامو ځان وساتي او پناه ورنه وغواړي.

بد ملګری انسان په بدو اړوي، په تېره بیا هغه نیت بدی او مکرجن ملګری چې په ملګرتیا کې له منافقته کار اخلي. لکه حدیث کې د هغه منافقانه چلند په ډېره ښکاره توګه او روښانه ټکو بیان شوی دی. (إن رأى حسنة دفنها وإذا رأى سيئة أذاعها)

په حقیقت کې دا ډول ملګری هیڅکله دوست او ملګری نه دی بلکې لوی منافق دی، ظالم دی او ستر دښمن دی. لکه د منافقانو په اړه چې قرانکریم وایي: که تاسو ته ښه ورسیږي پر هغو بده تماميږي او که بد درته ورسیږي په هغه خوشالیږي. إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا. سورة آل عمران, الآية : 120 .
بداية المبتدئ و هداية السالك، ص 214 . او فيض القدير، 2 / 145

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x