ټولنیزه برخه

حیاء او ایمان..!

صفي الله رائد

حیاء که د انسان لپاره ښائست دی خو! د یو مسلمان د ایمان یوه نه بېلېدونکې برخه هم ده.

الله پاک جل جلاله انسانان له طبیعي صفاتو سره بډایه پیدا کړي.

په هغو ښو صفاتو کې چې انسان یې د فطرت په لحاظ لري، یو صفت یې حیاء دی .

حیاء څه ته ویل کېږي؟!

حياء هغه خوی ته ويل کېږي چې انسان د ناوړه کار پرېښودو ته هڅوي او په حق رسونه کې یې له کوتاهۍ څخه منع کوي.

حیاء په لغت کې تغیر او انکسار ته ویل کېږي او په اصطلاح کې:

(هــو انقباض النفس من شئ وY ترکه حذرا من اللوم) ژباړه: د ملامتیا له وېرې له یو شي څخه ځان ساتلو او د نوموړي شي ترک کولو ته حیاء ویل کېږي. نو په همدې اساس که چېرې څوک یو کار په دې خاطر سرته نه رسوي چې الله تعالی ته ملامت نه شي یاخلکو ته ملامت نه شي حیاء ګڼل کېږي .

د حیا له امله د انسان په قول او عمل کې ښکلا رامینځته کېږي، الله ته نیږدې کېږي اوبلاخره د خلکو سترګو او زړونو ته لوېږي.

هو! څومره چې انسان کې حیاء زیاتیږي ، هغومره یې قدر او قیمت لوړېږي؛ ځکه انسان یوازې په حیاء قیمتي کیږي.

کله چې د شعيب علیه السلام  لور موسی علیه السلام ته د رابللو لپاره راغله، د هغې په ​​خپل چلند کې خورا میانه روي، حیاء او شایستګي پرته وه.

رب العالمین دا شرم دومره خوښ کړ چې په قرآن کې یې یادونه وکړه.

الله پاک فرامايي: «فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاءٍ»

په دوی کې یوه له (ډیرې) حیاء سره ورته راغله. (القصص ۔25).

د فکر خبره ده؛ کله چې الله پاک ته د یو با حیاء انسان رفتار او ګفتار دومره خوښ وي، نو کردار به یې لا څومره ورته خوښ او مقبول وي؟!

هو! همدا وجه ده چې حیاء دایمان څانګه ګرځول شوې: الحیآءُ شعبة من الایمان ۔( مشکوٰة۔12).

د حیاء او ایمان په باب یو روايت کې راځي چې: ايمان او حياء سره ملګري دي، که يو لوړ شي هغه بل هم لوړیږي.

« اَلْحَیَاءُ وَالاِیْمَانُ قُرَنَاءُ جَمِیْعًا فَاِذَا رُفِعَ اَحَدُهُمَارُفِعَ الآخَرُ »

په بل روايت کې راځي : که يو له مينځه لاړ شي هغه بل هم له مينځه ځي. – مشکاة / 5093.

په یو بل حدیث کې چې له انس رضی الله عنه نه روایت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

بېشکه هر دین لره یو ځانګړنه (خصوصیت) ده او د اسلام ځانګړنه حیاء ده.

عَنْ أَنَسٍ ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ لِكُلِّ دِينٍ خُلُقًا، وَخُلُقُ الْإِسْلَامِ الْحَيَاءُ».

ابن ماجة (4182).

هو!  د اسلام سپېڅلي دین د حیاء اهمیت په ډیرو مواردو کې لا ښه په ګوته کړی؛  تر څو مومنان حیاناک شي او په ټولنه کې د خوښۍ، سکون او ارامۍ سرچینه وګرځي.

پیغمبر  صلی الله علیه وسلم یو ځل یو انصاري ملګری ولید چې خپل ورور ته یې ویل: دومره شرم مه کوه! رسول الله صلی الله علیه وسلم یې چې خبره واورېدله نو ورته ويې فرمایل:

«دَعْهُ فَإِنَّ الْحَيَاءَ مِن الْإِيمَانِ»

پرېږده یې؛ ځکه چې حیاء د ایمان څخه ده.

عن ابن عمر رضي الله عنهما أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّ عَلَى رَجُلٍ مِن الْأَنْصَارِ وَهُوَ يَعِظُ أَخَاهُ فِي الْحَيَاءِ, فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «دَعْهُ فَإِنَّ الْحَيَاءَ مِن الْإِيمَانِ» [رواه البخاري ومسلم].

بل ځای فرمایي:

الحیاء لا يأتي الا بخیر وفي روایة الحياء خير كله ۔مشکاة(2-421)

په یو بل روایت کې راځي:

عن أبي هريرة رضي الله عنه، عن النَّبيِّ صلى الله عليه وسلم قال: «الحياء مِن الإيمان، والإيمان في الجنَّة، والبَذَاء مِن الجَفَاء، والجَفَاء في النَّار » (مشکوة۔431)

ژباړه: حیاء د ایمان برخه ده او ایمان جنت ته د رسېدو یوازینۍ لاره ده او بې حیائي جفاء ده  او جفا دوزخ ته د تللو لامل دی.

د رسول الله صلی الله علیه سلم

حیاء:

عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال:«كان النبي صلى الله عليه وسلم أشد حياءً من العذراء في خدرها» [صحيح البخاري ومسلم]

ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم حیاء تر هغې حیاناکې پېغلې څخه هم ډېره زیاته وه چې د خپل کور په پرده کې ناسته وي(خدر هغه ځانګړي ځای ته ویل کېږي چې پخوانیو عربانو کې به حیاناکو پېغلو د خپل کور په یوه کناره کې د ځان لپـاره جوړاوه او هلته به له خلکو څخه خوندي پټــه په ډېـــرې حیاء ســره کېناستله.)

د حیاء اقسام:

حیاء پر څلور قسمه ده:

۱: شرعي حیاء:  هغه کارونه چي په شریعت کي ناوړه دي له هغو څخه زړه راټولولو ته شرعي حیاء ویل کیږي.

۲: عقلي حیاء: هغه کارونه چي عقل یې بد ګڼي له هغو څخه  زړه راټولولو ته عقلي حیاء ویل کیږي.

۳: عُرفي حیاء: هغه کارونه چي په عُرف کي بد او ناوړه دي له هغو څخه زړه راټولولو ته عُرفي حیاء ویل کیږی.

۴: طبعي حیاء:  هغه کارونه چي د انسان طبعیت یې بد ګڼي له هغو څخه زړه راټولولو ته طبعي حیاء ویل کیږي.

هو! حیاء د مؤمن لپاره په اسلام کې یوه لویه ځانګړنه ده؛ کوم مسلمان چې له دې ارزښت څخه بې برخې وي، نو هغه ته کامل مؤمن نه شو ویلای.

نو ځکه ، څوک چې د حیاء په څیر خپل نعمت له لاسه ورکوي په حقیقت کې له یو لوی قسمت څخه محرومېږي؛ نو له داسې شخص څخه د خیر تمه کول بې ګټې دي.

لکه څرنګه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: «اذا لم تستحیی فاصنع ما شئت ۔(مشکوٰة ۔431).

معلومه  شوه چې بې حیاء سړی د هیڅ  قانون پابند نه دی او ژوند یې د یو بې مهاره اوښ په څیر دی.

لنډه داچې حیاء هغه صفت دی چې د یو انسان د ښایسته او ارامه  ژوند لامل ګرځي؛ بناءً موږ ټول مسلمانان باید په ټولنه کې له حیاء ډک ژوند کولو لپاره  ټولې هڅې وکړو؛ تر څو له ښکلاوو ډک، آرام او سوکاله ژوند ولرو.

په همدې هیله

صفي الله رائد

۱۹/۱۲/۲۰۱۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

خيرونه مو په نصيب سه
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی :
عثمان رضی الله عنه ښځو غوندی حياناک دی .
د چاچی حيا نوی د ايمان پوښتنه يی مه کوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x