شعـــــرونه

غزل؛ مل غني خېل

مل غني خېل

څومره خواږه لګي ګـــــلونو ستا جامې کړې دي
زړه ته را درومي ستا غمونو ستا جامې کړې دي

چې سترګې پټې کړم له تا نه بغیر هیڅ نه وینم
اوس مي همه واړو خوبونو سـتا جامې کړې دي

ځکه خو ټـوله شـــپه په ویـــــښه تیروم ورسره
زما کــــــوټه کــــې دیوالونو ستا جامې کړې دي

هــــوا دې نه راځـــي، زما دنـــــیا دې نه ورانوي
پـدې صحرا کې ستا خاپونو ستا جامې کړې دي

چیرته وم زه؟ چیرته شراب؟ او چیرته وه میکده
خو مجبور ځکه شوم جامونو ستا جامې کړې دي

دا چــــې شیبه، په شیبه نوی، نوی درد ورکـوي
مل”ښه پوهیږي چې وختونو ستا جامې کړې دي

مل غني خيل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x