افغانستان

ولسي جرګه:د بمونو مور ناوړه پایلې پرېښي، امریکا يي باید تاوان پرې کړي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل):  د کابل حکومت د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، په ننګرهار کې د بمونو د مور غورځولو ګڼ شمېر تاوانونه زېږولي، چې امریکا یې باید پور اداء کړي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلګو استازی «ابرارالله مراد» وایي « د بمونو د مور له غورځولو وروسته، د اچین خلکو ته ګڼ شمېر ستونزې پیدا شوې، د نږدې سیمو خلګ په سرطاني، جلدي او ګڼو نورو ناروغیو اخته دي او حتی واړه او ښځې فلج کېږي او نوي زیږېدلي ماشومان عادي نه دي.»

نوموړي زیاته کړې «په سیمه کې کښت او زراعت ته دروند زیان رسېدلی او داسې مشکلات زیږېدلي، چې سیمه ییز حکومت یې حل کولای نشي او د اچین خلګ هیله لري، چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې له امریکا تاوان وغوښتل شي.»

د ننګرهار د خلګو یو بل استازی «عبدالرووف شپون» هم یادې شوې ستونزې مني او په خبره یې « په اچین ولسوالۍ کې د بمونو د مور اغېزې پاتې دي، د مېندو په بطن کې ماشومان له ناروغیو سره مخ کېږي او یا هم سقط کېږي.»

نوموړي زیاته کړې « د بمونو مور په هغه ځای کې غورځول شوی، له کومه ځایه چې د اچین د خلګو د څښاک اوبه تامینیدې او اوس خلګ په سیمه کې د څښلو د اوبو له کمښت سره مخ دي.»

د بمونو مور چې کابو دوه نیم کاله وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې وغورځول شو، موخه یې د داعش جنګیالیو له منځه وړل یاد شول؛ خو د امریکا دا ګام له شدید غبرګون سره مخ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

ای لعنتیانو هغه وخت چې دا انتې بشري عمل د امریکې د بشر دوښمن هیواد له خوا وشه نو تاسې ولې خپلې مردارې خولې پټې نیولې وي او هلته څکه چې دالر مو خوړل اوس چې امریکا خپله لکۍ شاته اچوي او تښتي نو تاسې خپل اواز پورته کوۍ چې دالري تاوان درکړي او تاسویې په خپل منځ کې بیا تقسیم کړۍ !!! امریکا د جنایت اود بشر دوښمني زیږیدونکې مور ده، په جاپان دوه اتومي بمونه او د ویتنام ، عراق ، لیبیا او افغانستان ظلمونه ددې بشر دوښمن هیوادنمونې دي …..امریکا د اروپایې جنایتکارو نسل دی چې دملیونو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x