افغانستان

امريکايي ورځپاڼه: د افغانستان د بحران يوازينی لامل د بهرنيو پوځيانو شتون دی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا «دي هيل» ورځپاڼې په يوه تازه مطلب کې ويلي، د افغانستان بحران اساسي او يوازينی لامل د بهرنيو پوځيانو شتون دی، چې د اتلس کالو جګړو او ملياردونو ډالرو لګولو سربېره تر اوسه د دغې جګړې د پای ته رسولو او بريا څرک نه لګيږي.

د مقالې ليکوال او د پوځي چارو کارپوه جراډ لابر په خپله مقاله کې ويلي، د امريکا او طالبانو روانې خبرې بايد د افغانستان جګړې او روان بحران د پای ته رسولو لامل شي او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغې پرېکړې ستاينه يې کړې، چې غواړي، راتلونکې اونۍ له افغانستانه څلور زره امريکايي عسکر وباسي.

جراډ لابر د افغانستان جګړې په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپانې وروستي خپاره شوي راپور يادونه هم کړې، چې امريکايي چارواکو د افغانستان جګړې په اړه خپل ولس ته درواغ ويلي دي.

ليکوال د کابل ادارې کې د اداري او مالي فساد يادونه هم کړې او په وينا يې د دغه فساد تر شا د امريکايي چارواکو لاس هم دی، چې د دومره پرېمانه مرستو څارنه يې په سمه توګه نه ده او د امريکا د ماليه ورکوونکو مرستې د څو نفرو او زورواکانو جيبونو ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې د امريکا لوی درستر جنرال مارک ميلي هم تېره ورځ په پنټاګون کې رسنيو ته وويل، د امريکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو په پایله کې د افغانستان جګړه پای ته رسيدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا د هلمند او کندهار بریښنا چی له لسو ورځی راپدیخوا د طالبانو بنده کړی دا به هم د بهرنیو عسکرو له وجی وی فکر کوم. خو طالبان باید پدی پوه شی چی د بریښنا د بندولو زیان صرف ولسی خلکو ته رسی. حکومت په هر رقم چی وی خپل کار کوی لوی، لوی جنراتورونه لری خو ولس بیچاره بیا د ژندی په دوه تیګو کی ګیر دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x