شعـــــرونه

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

د پنجاب غوندې زما ژوند کې اباد دی
ستا بېلتون هم سم د نۀ سړي اولاد دی

یرغلونه او ظلمونه یې لامل دي
چې مو ذهن کې تر اوسه جیم جهاد دی

په یوه ورځ کې دا هر څۀ سمېدای شي
خو زموږ په مشَرانو کې فساد دی

مخ دې نۀ دی سم د سرۀ ژمي سالنګ دی
او خولګۍ دې د سرطان جلال اباد دی

په یوه سر به ترې شل سرونه اخلو
د غلیم پر وړاندې دا رنګه اعداد دی

ریباران د خپلې مینې مو وژلي
چې تر منځه مو رقیب هم ارواښاد دی

ستا نو څۀ غم دی خو سرۀ غومبوري ګرځه
که ویجاړ دی خو زما د زړۀ هېواد دی

تۀ به پوهه نشې، خولۀ به درنه واخلي
“خدرخېل” په دې کارونو کې استاد دی

۱۳۹۸/۹/۲۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x