نړۍ

مالیزيا ناسته؛ سعودي پر پاکستان «د فشارونو او ګواښونو» راپورنه رد کړي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): سعودي عربستان هغه راپورونه رد کړي، چې د ماليزيا په کوربه توبه د اسلامي هېوادونو په غونډه کې يې پاکستان له ګډونه منعه کړی دی.

تېره ورځ د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان د ماليزيا پلازمېنې کولالمپور کې د اسلامي هېوادونو غونډې ته وويل، سعودي چارواکو پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې د ماليزيا په ناسته کې ګډون ونه کړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم ويلي و، د سعودي او متحده عربي اماراتو د نيوکو له امله د ماليزيا په ناسته کې ګډون نه کوي.

خو په اسلام اباد کې د سعودي عربستان سفارت نن شنبه رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې دا راپورونه رد کړي او وايي، چې د سعودي او پاکستان اړيکې داسې نه دي، چې ګواښونه په کې وشي.

د سعودي سفارت د ترکيې نوم له يادولو پرته ويلي، ځينې خلک د اسلام اباد او رياض ترمنځ د بې باورۍ او شخړو رامنځته کولو هڅه کوي.

د ماليزيا لومړي وزير مهاتير محمد د پاکستان په شمول د ۵۶ اسلامي هېوادونو مشرانو ته د کولالمپور په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو يوازې ۲۲ هېوادونو دا بلنه منلې وه، د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم ويلي و، په دغه ناسته کې به ګډون وکړي، خو تېره اونۍ د سعودي له سفر وروسته نوموړي وويل، د اسلامي امت د اتحاد او يووالي ساتلو په موخه د کولالمپور په ناسته کې ګډون نه کوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان، د ماليزيا لومړی وزير مهاتير محمد او د ایران ولسمشر حسن روحاني

د يادونې وړ ده، چې د ماليزيا په پلازمېنې کولالمپور کې د روان ديسمبر له ۱۸مې تر ۲۱مې نېټې د لومړي وزير مهاتير محمد تر مشرۍ لاندې د اسلامي هېوادونو ناسته روانه ده، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان، د قطر امير شيخ تميم بن حمد او د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې ناسته کې ګډون لري، خو د سعودي او اماراتو سربېره پاکستان په دې ناسته کې ګډون نه لري.

د چارو کارپوهان وايي، د ماليزيا په کوربه توب له روانې غونډې سره د سعودي د مخالفت لامل ښايي دا وي، چې سعودي چارواکي دا ناسته د اسلامي همکاريو د سازمان بدیل بولي.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز وړمه ورځ له مهاتير محمد سره د تيليفوني خبرو پر مهال ويلي و، چې دا ډول بحثونه بايد د اسلامي همکاريو د سازمان په غونډه کې وشي.

د اسلامي هېوادونو د چارو کارپوهان وايي، اوسمهال اسلامي نړۍ په دوو برخو وېشل شوې، چې يو لوری يې سعودي او متحده عربي امارات دي او بل لوری يې ماليزيا، ترکيه، قطر او ایران دي او پاکستان د دواړو لوريو ترمنځ د توازن او اړيکو د ښه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د ابادۍ له پلوه د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر هېواد اندونيزیا هم وړمه ورځ ويلي و، چې په دغه ناسته کې ګډون نه کوي، خو وروسته روښانه شوه، چې د ولسمشر مرستيال معروف امين د خپل هېواد په استازيتوب په دغه ناسته کې ګډون لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x