افغانستان

طالبان: د امریکا له لوري زموږ مرکچي پلاوي ته د لګښت ورکړه، حقیقت نه لري

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبانو هغه راپورونه بې بنسټه وبلل، چې څرګندوله یې، د امریکا کانګرس د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په لړ کې د هغوی د مرکچي پلاوي لګښت ورکوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د ځينو رسنیو دا خبر چې د امریکې کانګریس د اسلامي امارت دمرکچیانو د لوژستیکي مصارفو لپاره بودجه منظور کړې،حقیقت نلري او نه مخکي داسې شوي.»

د شاهین په خبره، خپاره شوي راپورونه د اذهانو د مغشوش کولو هڅه ده او که بېلې شوې پیسې د امریکایي مذاکراتي ټیم د مصارفو لپاره ځانګړې شوې وي هغه بیا په «اسلامي امارت» پورې اړه نه لري.

یاده دې وي، چې تېره ورځ ځینو رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې امریکا د افغانستان د سولې د لوجستیکي مصارفو لپاره پیسې بېلې کړې او یادې شوې پیسې ښايي له طالبانو سره مرسته هم وي.

د راپورونو له مخې، یادې پیسې د امریکا د کانګرس له لورې منظور شوې او یوازې د مشرانو جرګې د تصویب امر ته انتظار کېږي.

د امریکایي چارواکو له قوله، یاده مرسته کولای شي په افغانستان کې د جګړې غاړې سره نږدې کړي؛ خو دوی غواړي باوري کړي، دا مرسته له طالبانو سره مستقیمه همکاري نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

یهودی نړیوال استعمار د مظلوم بشریت د استثمارولو او مهارولو د باره له هر زور، زر او زیور څخه کار اخلی کوم کار چه په مرمی نه شی ترسره کولی هغه په ډالر ترسره کوی. قطر کی د طالبانو سره د ګود شیطان ( خلیلزاد دجالزاد ) د افغانستان څخه د وتلو د پاره د روغی جوړی د پاره لسو میاشتو لسو او شلو میاشتو ته اړه نه وه، راتلل تر وتلو ډیر ستونزمن وی که په اونیو کی دننه راغلی تر اونیو کم وخت کی ووځی روسان په یوه یا دوه ورځو کی ووتل امریکایان هم وتلی شی که… نور لوستل »

عبدالله

د کندهار د عینو مینی عصری شهرک یو شریک وایی د طالبانو زینی مشران اوس د عینو مینی نمرو رانیولو ته زور ور کری.خبره داده چی یو تعداد به یی خپل سرمایه لری خو زینی زه پیژنم چی همدی وژنو او مرداری کی زانونه وپرسول لکه د حکومت زینو لورپورو چارواکو چی زانونه ماره کرل.
دادی اوس دخیره پر طالب چارواکو هم من او سلوا شروع سوه. خدای تعالی دی هعه وشرموی چی د ملت په مرگ کی خپل چرچی او میلی کوی چی هر سوک وی.

ابوالوفاء

دغه بې بنسټه خبر د اشرف غني د درواغو نشراتي ارګان تاند ويب پاڼي هم په خورا شد او مد خپور کړی دی. تاند ويب پاڼي د ملي مبارزينو پر ضد او د غليم په پلوي نشراتو کي نوم ايستلی دی. انتقادي ليکنو ته هم د خپرېدو چانس نه ورکوي.

پتنګ

دا خبرې خو هیڅوک هم نشي منلی او له عقل څخه وتلې خبرې دي ، خو دا اوازې د خلق پرچم او خصوصا د فاسدو افغان ملتیانو خبرې دي چې په غلام غني راګرزېدلي دي او د تاند په ناولې پاڼه کې یې خپروي . غني او دهغه نور لنډغر ان هیڅ وخت طالبان نه غواړي او په ډيرو فاسدو او بې منطقو شعارونو او تهمتونو طالبان بد ناموي !خو مونږ به دغه فاسدین هیڅکله پرېنږدو چې د دالر و دغلا لپاره د اسلامي امارت مجاهدین او طالبي ازادي غوخښتونکی سیاسي او اسلامي خوڅښت زیانمن کړي !! که دا فاسدین… نور لوستل »

اجمل

دا به پریږدو، د قطر د دفتر خرڅ څوک ورکوی؟ د طالبانو د رفت او آمد ټکټونه، تنخاوې؟

پتنګ

لوده توب ښه کار ندی عقل ښه دی ! ! طالبان چې هر ملک ته دعوت کیږي نو د طیارې ټيکس او مصرف یې هغه میلمه پال دولت ورکوي ! لکه روسیه ،چین او او … له بلې خوا طالبان په اروپا امریکا کې په لکونوپلویان لري چې ۱۰ دالره دمیاشتې ور کړي په لکونو دالر او ایرو کيږي او داسې مسلمانان هم شته چې په زرګونو پیسې ورکوي !! تاسو اوس په خپله چټلي کې بل شریک نشۍ پيداکولی !! دا ارمان به مو خپل ګور ته یوسۍ !! دا سوال مو د کوچني هلک دی الله د نصیحت… نور لوستل »

عبدالله

ته خپله وایی چی روسیه او چین یی ورکوی، دا ولی یی ورکوی؟ روسیه چی تقریبا ۲ میلونه افعانان یی شهیدان کری او چین اوس سه حال پر ایغور مسلمانانو چلوی؟ نو دا دواره کمونیست ستاسو سره سه مشترک مخرج لری؟ دوی هم جهاد کوی؟ دوی هم ددین د شعایرو د دفاع غم کوی؟ پتنگه عقل په کار واچوه روس او چین مو د امریکی په خلاف روزی، تربیه کوی، تمویلوی تر سو امریکا ماته کری. زه نه وایم تاسو امریکایان مه مرداروی مردار کری دوی ظالمان دی دوی اشغالگر دی خو تاسو هم د جهاد په نامه په مسجد… نور لوستل »

پتنګ

عبدالله جانه یوه سبسته وي او بل سیاست چې په سیاست نه پوهیږې وروره ورځه خپل مردکې دې کټه او داخبرې پریږده !! طالبان روسانو او چینایانو دعوت کړي وو څوک چې څوک دعوت کوي نو مخکې له مخه یې مصارف هم په ځان مني !! عبدالله جانه پتنګ لوی نهنګ دی هغّه ته عقل مه ور شیه ! چین او روس دې ګاونډیان دي او امریکا قاطله ده افغان وژونکې ده ،که روسان او چینایان مو مملکت ته راغلل نو بیا به له هغوی سره هم داسې مقاومت وشي لکه له امریکایانو سره ! مونږ په خپل ملک کې… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x