د نن سرلیکنهلیکنې

د سولې چانس ته باید لومړیتوب ورکړل شي!

نن ټکی اسيا سرليکنه

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې یوه حساس پړاو ته رسیدلې دي.

طرفین په افغانستان کې د جګړې توقف ته تیار شوي.
اوس خبره یواځې د دغه جګړه ییز توقف په شکل او څرنګوالي پوري ماتله ده.

د طالبانو غوښتنه داده چې لومړی دي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو توافقنامه لاسلیک شي تر څو اوربند او بین الافغاني تفاهم ته لاره هواره شي.

خو د امریکایانو غوښتنه د هغوی د تیرې غوښتنې برخلاف دا ده چې د اشغال د پایته رسیدو تر توافقنامې وړاندې دي عمومي اوربند وشي.

دا غوښتنه تر ډیره د کابل حکومت فرمایش دی چې غواړي د امریکایانو په خوله یې پر طالبانو ومني.

د طالبانو طرحه چې تر مذاکراتي توقف وړاندې امریکایانو ورسره منلې هم وه د جګړې د توقف لپاره یو ښه سوله ییز چانس دی چې باید عملي کیدو ته یې وخت او لومړيتوب ورکړل شي.

ځکه په همدې طرحې کې د اشغال په پایته رسیدو سره هم د جګړې توقف تضمین دی ، هم اوربند او هم بین الافغاني تفاهم.

دا چې په افغانستان کې د جګړې د تشدید لپاره په تیرو ۱۸ کلونو کې د بهرنیانو ډیرې جنګي طرحې پلي شوې اوس باید د هغو ټولو په مقابل کې د جګړې د خاتمې لپاره د دغې سوله ییزې طرحې تنفیذ ته وخت ورکړل شي.

ځکه دا یوچانس دی چې د طالبانو او امریکایانو له یوه کلن مذاکراتي بهیر وروسته مهیأشوی دی.

که څوک واقعا په افغانستان کې د جګړې د توقف پلوی وي نو باید د دغه سوله ییز چانس تنفیذ ته د تسهیل لارې چارې برابرې کړي نه دا چې د هغه د ابطال لپاره پلمې ولټوي.

خدای مه کړه که داچانس هم د افغانانو له لاسه وځي ، بدیل به یې د هغې جګړې دوام وي چې افغانان یې له ډیرو ناورینونو سره لاس او ګریوان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د اشغلکرو امریکایانو سره د طالبانو د دوحی روغه جوړه او د دواړو خواوو دریزونه کټ مټ د حدیبی د روغی جوړی په شان دی چه بلاخره د مکی د فتح سبب شوه د دوحی روغه جوړه به هم افغانستان او ټوله نړی کی د الهی نظام د پلی کیدو سبب جوړ شی په دی اړه د کومی اوږدی لکینی اړه ده

جميل

که افغان غيرتی او ميړنی مجاهدينو د کفری او غاصبی امريکی غوښتنی منلای نو دا ۱۸ کاله يی ولی دومره تکليفونه او ربړونه ګالل ، ولی به دومره ډير شهيدکيدل ، بندی کيدل ، ژوبليدل ،……، او په نړی کی منزوی کيدل . د طالبانو کرامو دريځ ډير روښانه دی ، هغوی يو خپلواک او اسلامی افغانستان غواړی چی نه د بل چا مديونه او شاکره وی او نه يی وبل ته خدای مکړه سر ټيټ وی ، دا مبارک لښکريان يوازی او يوازی د خپل خالق مديونه او شکرګزاره دی او خپل سرونه يوازی او يوازی خپل رب ته… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x