ټکنالوژي

هوواوې خپل نوی (P40) ځيرک مبایل د راتلونکې کال په مارچ کې وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د هوواوې شرکت د مصرفولو محصولاتو مشر «ریچرډ یو» اعلان کړی چې ددوی شرکت به د راتلونکي ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې له خپل نوي ځيرک مبایل څخه پرده پورته کړي.

د چین هېواد د مبایل مشهور شرکت هوواوې به د عادت په څېر خپل نوی په زړه پورې ځيرک مبایل (P-40) د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې په وروستیو ورځو کې نندارې ته وړاندې کړي.

ریچرډ یو د یوه فرانسوي اژانس سره د هوواوې نوي ځيرک مبایل په اړه وویل چې د پي ۴۰ نسخو څخه به یې یوه نسخه ځانګړی او زړه راښکونکی ډيزاین ولري.

دغه راز د هوواوې مشر وویل لکه څرنګه چې هوواوې ځیرک مبایلونه د نړۍ تر ټولو غوره کامره لري دغه راز یې د یاد مبایلونو په نسخو کې د کامرې لا غوره والي ته پام کړی دی.

د روان کال په پېل کې پر هوواوې شرکت د ګوګل اندراید لخوا بندیزونه لګیدلي وو، چې په لړ کې يې هوواوې خپل نوی چلوونکی سیستم چمتو کړ، خو ریچرډ یو وایي په یاد مبایل کې دغه سیستم شتون نه لري بلکې د اندراید چلوونکي سیستم لسمه نسخه په کې شتون لري.

په یاد نندراتون کې به هوواوې خپل داسې خدمتونه هم وړاندې کړي چې د ګوګل پلی په څېر به وي، که کاروونکی وغواړي د هوواوې خدمتونو استعمال کړي هم کولای شي، او که چیرې یې د ګوګل سره ستونزې پراخه شوې دوی به په اسانه خپل چلوونکي سیستم ته منتقل شي.

په عام ډول هوواوې شرکت د نوي ځيرک دوه یا درې نسخې وړاندې کوي، چې له دې وړاندې یې د (P30، P30 Lite او p30 pro) نسخې وړاندې کړې وې، خو لا څرګنده نه ده چې په P40 کې به څو نسخې وړاندې کړي.

د امریکا سوداګریز حکومت د ۲۰۱۹م کال په پېل کې پر هوواوې شرکت بندیزونه ولګول او ددوی جواز یې لغوه کړ، ددې سره امریکایي شرکت ګوګل هم پر هوواوې د خپلو خدمتونو بندولو پریکړه وکړه چې وروسته دغه پریکړه د نامعلومې مودې لپاره وځنډول شوه.

د یادو ستونزو او بندیزونو سربېره د چین هوواوې شرکت ځيرک مبایلونو په خرڅلاو کې د امریکا مشهور شرکت ایپل ځیرک مبایل (ایفون) ته په پراخه کچه ماتې ورکړه.

د روانې دیسمبر میاشتې په لومړیو کې ګڼ شمېر راپورونو وویل چې د بندیزونو سربېره هوواوې شرکت په مبایل پلورلو کې ایپل ته سخته ماتې ورکړه، او له سامسنګ وروسته په دویم نمبر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x