شعـــــرونه

غزل؛ الفت جان

الفت جان

د عشق په رنګینو کې تر سهاره شپه تیریږي
خپل رب ته په سجدوکې حسنداره شپه تیریږي

ګویا چې په صفت څوک دیوه پروردګار وې
دمینې په وږمو کې یې خماره شپه تیریږي

چې ټول جنتي ژڼي دسنګر غیږکې ویده وې
دیوه جنتي ځوان له انتظاره شپه تیریږي

څه کیف وي څه خوښۍ وي څه دپاکې مینې شور وي
چې غواړې مغفرت څوک له باداره شپه تیریږي

چې لاره دجانان تعقیبوې درومې مزل کړي
دهغـــــه لاروې به بــــر قراره شپه تیریږي

سکون او نیکمرغي به یې په برخه وي الفته
دچا چې ټوله شپه په استغفاره شپه تیریږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x