ټکنالوژي

اته کلن ماشوم له یوتیوب څخه په کال کې تر ټولو زیات «۲۶» ملیونه ډالر ګټلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): اته کلن ماشوم چې خپلې اختراع شوې ویدیوګانې په یوتیوب پورته کوي په ۲۰۱۹م کال کې له یوتیوب څخه د نړي تر ټولو زیاتې «۲۶» ملیونه امریکایي ډالر ګټلي دي.

د چهارشنبې په ورځ د فاربس مجلې د هغو کسانو لیست خپور کړ چې پر یوتیوب د ویدیوګانو چلولو په پایله کې پیسې ګټي، په دغه لیست کې ۸ کلن ماشوم چې ریان کجي نومیږي لومړی مقام خپل کړی دی.

ریان کجي چې اصلي نوم یې ریان ګان دی، په ۲۰۱۸م کال کې هم له یوتیوب څخه تر ټولو زیاتې «۲۲» ملیونه ډالر ګټلي وو.

ریان د خپلو والدینو په مرسته په ۲۰۱۵م کال کې پر یوتیوب د ریان نړۍ (Ryan`s World) په نوم چینل پرانیست چې یوازې په دریو کلونو کې یې شاوخوا ۲۳ ملیونه پریدونکي (subscribers) وموندل.

اته کلن ریان د خپلې جالبې اداکارۍ او ګټورو ویدیوګانو په خپرولو ملیونونه مینوال موندلي، چې اوس یې دغه ویدیوګانې د رزق ګټلو ستره وسیله ده.

ریان زیاتره په خپلو ویدیوګانو کې د لوبو بکسونه پرانیزي او بیا ددغې څيزونو سره لوبې کوي، چې اوس د لوبو سربېره نورې تعلیمي ویدیوګانې هم وړاندې کوي.

فاربس مجله زیاتوي چې په یوتیوب کې ریان پسې په دویم نمبر د Dude Perfect چینل دی چې د ګڼ ملګرو لخوا جوړ شوی او داسې ویدیوګانې وړاندې کوي چې په کې د ناممکن څیزونو د بریالیتوب هڅه کیږي، دوی د ۲۰۱۸ جون څخه تر ۲۰۱۹م جون میاشتې پورې له یوتیوب ویدیوګانو ۲۰ ملیونه امریکایي ډالر ګټلي دي.

د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د ګوګل مشهور اپلیکیشن څخه په ګټې اخیستنې خلک جالبې او زړه راښکونکې ویدیوګانې جوړوي چې یوتیوب یې د زیاتو سبسکرایبرانو او زیاتو لیدونکو په لرلو دوی ته پیسې ورکوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x