ورزش

د محمد نبي له لوبډلمشرۍ ګوښه کولو سره سم یې لوبډلې بریا خپله کړه

د بنګلدیش غوره لیګ (BPL) په ۲۰۱۹م کال پړاو سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې تجربه کار لوبغاړي محمد نبي د خپلې لوبډلې (رانګپور رینجرز) لوبډلمشري پر غاړه درلوده.

د محمد نبي تر لوبډلمشرۍ لاندې یې لوبډلې په څلورو لوبو کې څلور ماتې وخوړې چې بالاخره له لوبډلمشرۍ ګوښه کړل شو.

د محمد نبي له ګوښه کولو وروسته د رانګپور رینجرز لوبډلې ټام ابیل لوبډلمشر وټاکه، چې سمدلاسه یې چیټاکانګ وایکنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د بنګلدیش تجارتي لیګ سیالیو له پېل کېدو وړاندې د رانګپور رینجرز لوبډلې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۹/۲۰م کال سیالیو لپاره یې محمد  نبي لوبډلمشر ټاکلی دی.

Image result for mohammad nabi in bangladesh premier league

محمد نبي چې انفرادي کارکردګي یې په زړه پورې ده خو په بدبختانه ډول یې هیڅ کومه بریا خپله نه شوه کړای، نوموړي په تېره ورځ سیالي کې ۲۶ چټکې منډې جوړې کړې او یوه ویکټه یې هم واخیسته.

اوسمهال د محمد نبي لوبډلې ۵ لوبې ترسره کړي چې ۴ یې بایللي، یوه کې یې بریا خپله کړې چې د جدول په وروستي نمبر کې ځای لري.

د یادونې وړ ده چې محمد  نبي سره په لوبډله کې د افغانستان لخوا محمد شهزاد هم لوبیږي، ددې سربېره ګڼ شمېر نور افغان لوبغاړي هم په بېلا بېلو لوبډلو کې لوبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x