ورزش

بیلجیم د فیفا د کال غوره لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل۹: د فوټبال نړیوال فدراسیون د د بیلجیم فوټبال لوبډله د ۲۰۱۹م کال غوره لوبډله اعلان کړه.

بیلجیم لوبډلې په ۲۰۱۸م فوټبال نړیوال جام کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د نړیوال جام په لیست کې یې  دریم مقام خپل کړ.

یادې لوبډلې له فرانسې لوبډلې څخه له سختې او په زړه پورې لوبې وروسته په ۱-۰ ماتې وخوړه او په نیمه پایلوبه کې له نړیوال جام څخه ووتله.

د فیفا نړیوال فدراسیون لخوا بیلجیم لوبډلې ته د ۲۰۱۹م کال غوره لوبډلې جایزه ورکړل شوه.

د اروپایي هېواد لوبډلې په ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹م کالونو کې پرلپسې په نړیوال جدول کې لومړی مقام خپل کړی دی، کوم چې هر کال په دیسمبر میاشت کې اعلانیږي.

یادې لوبډلې د اروپایي اتلولۍ غوراوي سیالیو کې لس لوبې ترسره کړې چې په ټولو کې یې بریا خپله کړه او یاد جام ته یې تر ټولو وړاندې لار وموندله.

د فیفا په یاد لیست کې د نړیوال جام ګټونکې لوبډله «فرانس» په دویم، برازیل په دریم، انګلستان په څلورم او یوروګوای لوبډله پنځم مقام لري.

د نړۍ مشهور ستوري کریستیانو رونالډو او لیونل میسي لوبډلې (پرتګال او ارجنټاین) په لومړیو لسو لوبډلو کې له کرویشیا، اسپانیا او کولمبیا سره ځای لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x