افغانستان

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې «اشرف غني» مخکښ کاندید اعلان شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱مرغومی، ۱۳۹۸ل): له اوږدو جنجالونو او دعوو وروسته د کابل حکومت د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، چې له مخې یې د ګډ حکومت اوسنۍ مشر «اشرف غني» د نورو کاندیدانو په پرتله مخکښ اعلان شو.

په لومړیو پایلو کې پر نورو ټیمونو د اشرف غني د وړاندېوالي  اعلان نن ورځ په کابل کې د «ټاکنو د خپلواک کمېسیون» له لوري وشو او ادعا وشوه، چې نوموړی د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په وړلو سره مخکښ کاندید بلل کېږي .په یادو شویو پایلو کې تر اشرف غني وروسته عبدالله عبدالله دوهم مخکښ کاندید دی، چې ٪۳۹.۵۲  او ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ورپسې نوماندان دي، چې په ترتیب سره یې ۳.۸۵ او ۱.۸۶ سلنه رایې وړې.

د کابل حکومت ولسمشریزې ټاکنې چې کابو شپږ میاشتې وړاندې د تلې په ۶ مه نېټه ترسره شوې، د خپل ډول تر ټولو جنجالي او له فساده ډکې ټاکنې وي، چې د ټاکنیزو ټیمونو تر منځ د پراخ جنجال له امله یې لومړنۍ پایلې ان میاشتې وروسته اعلان شوې.

لا هم څرګنده نه ده، چې د ولسمشریزو ټاکنو نور مخکښ ټیمونه به دا پایلې ومني او که نه.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
4 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

د اشرف غنی سره سخت ایدیالوژیک اختلاف لرم خو تر دا نورو خاینانو راته شه شکاری. هغوی ته چی پر پاکستان خوا بدوی دبل مبارکی وایم. د اشرف غنی کارونه چی زه یی منم. دا نه وایم چی بشپر کری یی دی بلکی شروع دی او زینی یی عملی شوی هم ده یا ۱۰ یا ۲۰ یا ۳۰ یا هم … فیصده. ۱= اوبه کنترولول ( دبندونو سروی او دیزاینونه روان دی) ۲= نوری تجارتی لاری خلاصول ۱= زوانه او مسلکی اداره جورول ۴= د توپکسالارو زپل ۵= فعلی دولتی چوکات مرکزی کول ۶= اداری اصلاحات ۷= تر کرزی او… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

عبدالله جانه! کشکی داسی دی لیکلی وه چه د غنی سره په چوکی ترلاسه کولو کی اختلاف لری مونږ فکر کوو چه تاسی، غمی، حضرت، او خینی نور د غلام غنی د فیسبوک مستعمار نومونه دی

عبدالله
میلمه
عبدالله

مجاهده! ماته اسلام مهم دی وطن مهم او مظلوم ملت. د اشرف غنی شه باید وستایو او بد یی په گوته کرو. خو تاته تر اسلام مخکی طالب مهم دی ته زانمرگی په مسجد کی روا بولی لا زان درته په حقه معلومیژی؟. که عواری چی پوه سی چی اشرف غنی تر نورو شه دی نو پاکستانی میدیا ته سر وردننه کره سخت اور پری بل دی. حامد میر او متقاعد تور پنجابی جنرالان وگوره چی تبی نیولی. بس په زغرده وایم چی اشرف غنی می تر عبدالله او راکتیار خوش دی زکه په غلامی کی خو خدمت کوی دا… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا د تاريخ بدنام مرغړی د جګړې د غزولو او همدارنګه د سولې او اشغال د خاتمې په صورت کې د بنيادي تغير لپاره مناسب انتساب دی.

ياسر
میلمه
ياسر

د دوهم شاشوجاع نه هیڅکله د خدمت طمع نشي كيدلاي هر څه يي چه تر سره کړیدی د پرديو په ګټه د هغوي په هدايت او هيواد يي ویجاړوونکی لور ته رهبري کړیدی اوس نو چه د ټاکنو تر نامه لاندي څه روان دي هغه هم د پرديو په هدايت په يوه اشغال شوي هيواد كي ټاکنی د ملت تير ايستل دي ځکه ملت د ټاکنو سره پييكون اعلان کړیدی او ټاکنی یی تحریم کړیدی په ٥٠٪‏ پنځوس سلنه حاوره كي ټاکنی كول په ٣٠ ميليونه نفوس كي د يو مليون ګډون كول داسي د پرديو لطرفه را وستل شوي… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

که یی منی یا نه د ۵ کلونو نورو دپاره را روان دی او طالبان به هم دخیره ورسره یو زای شی که د تور پنجاب خوشه وی یا نه. زکه سهیل شاهین وویل چی اشرف عنی کولای شی راتلونکی ممکنه جورشت کی زای ولری.

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

یاسر ورور ته!
لمړی شاه شجاع: اصلی شاه شجاع.
دوهم شاه شجاع: بی وجدانه کارمل.
دریم شاه شجاع: غل او ټګمار کرزی.
څلورم شاه شجاع: نرښځوکی غنی.

عبدالله
میلمه
عبدالله

د ملا محمد عمر د اول اوه نفریز کمیسیون یو غری می استاد دی. نو اغا صاحب دا راته ووایه چی ملا صاحب مرحوم د کومه زایه شروع په کار وکرل؟ له کویته! چا سمبال کرل؟ چا مالی امکانات ورکرل؟ چا طرحی ورکولی؟ مطلب می دا نه دی چی لوی ملا صاحب مرحوم شعوری غلام وه یا هم کرزی او کارمل ته ورته یی غلامی خوشه وه بلکی دده علمیت او پوه دیره کمه وه چی دا تحلیل کری چی کومی مشوری اطرافیان ورکوی هغه د تور پنجاب فرمایش دی. نو هدف داچی د طالبانو تحریک هم د اصل کی… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close