افغانستان

عبدالله عبدالله: د ټاکنو لومړنۍ پایلې د منلو وړ نه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱مرغومی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ګډ حکومت اوسنی مشر «اشرف غني» په لومړنیو پایلو کې تر نورو کاندیدانو مخکښ وباله، د اجرائیه رییس په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټیم وایي، پایلې له تقلبه ډکې دي او دوی ته د منلو وړ نه دي.

د ثبات او همپالنې ټیم له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ټاکنو کمېسیون په یو اړخیزه پرېکړو تورن شوی او ادعا شوې، چې په ټاکنیز او رایو شمېرنې په بهیر کې ددوی قانوني غوښتنو ته پام نه دی شوی.

خبرپاڼه وړاندې کاږي «غواړو چې خپلو هېوادوالو، د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو، ټاکنیزو کمېسیونونو او د افغانستان نړیوالو متحدینو ته په صراحت او روښانه ډول اعلان کړو، چې ثبات او همپالنې ټیم پر تقلب استواره پایلې زموږ قانوني غوښتنو ته له رسیدګۍ وړاندې دا جریان هېڅکله نه مني.»

د خبرپاڼې په بنسټ «موږ د خپلو خلکو په همکارۍ او ملاتړ د رهبرۍ شورا په ناستو، خبري کنفرانسونو، په رسنیو کې د حضور او مدني اعتراضونو له لارې په وار وار اعلان کړي، چې له ټولو قانوني وسایلو او ابزارو څخه د خلکو له پاکو رایې څخه د دفاع لپاره استفاده کوو او په تقلب رامنځته شوی حکومت هېڅکله نه منو. خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې په خپل تعهد ولاړ یو .»

په خبرپاڼه کې د ثبات او همپالنې ټیم شکایاتو ته د کمېسیون د پاملرنې غږ شوی او د افغانستان خلګو ډاډ ورکړل شوی، چې په رایو یې معامله نه کېږي.

یاده دې وي، چې نن ورځ په کابل کې  د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه ناسته کې لومړنۍ پایلې اعلان کړې او اشرف غني یې د ۵۰،۴۶ سلنه رايو په وړلو سره مخکښ کاندید وباله، په ورکړل شویو پایلو کې عبدالله عبدالله د ۳۹.۵۲ سلنه رايو په وړلو سره دوهمه درجه مخکښ کاندید بلل شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

باس به دی هرڅه درباندی ومنی .

مجاهد

عبدالله او غنی دواړه پوهیږی چه د یوه ښکاری دوه وفادار سپی دی، ښکاری هغه سپی ته اړه لری چه ویی کاروی چه د زمانی او ځای د شرایطو له مخی ورته ګټور وی. یا ښکاری د ډیر بیغیرته په مقایسه لږ بیغیرته د خلکو په سترګو کی ځلوی او نڅوی. په افغانستان کی د اشغال دوه لسیزی نزدی کیږی ، لمړی لسیزی کی خرزی او دوهمه لسیزی کی غویی جمهور ریس دی طبیعی ده چه په دوهمه لسیزه کی به ښکار کمزوری شوی او کباب شوی او د خوړولو وړتیا او خوند به یی ښه شوی وی ، فکر… نور لوستل »

اجمل

د منلو وړ دی او که ندی څه کولای شې؟ همداسی یو پروګرام وه چی باید غنی کامیاب کړای شی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x