افغانستان

جان بس: د وروستیو پایلو تر اعلان پورې ډېر ګامونه پاتې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱مرغومی، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر «جان بس» وایي، اعلان شوې پایلې لومړنۍ دی او په دې موخه چې افغانان باور وساتلای شي، د وروستیو پایلو تر اعلان پورې ډېر ګامونه باید واخستل شي.

جان بس په خپل ټویټر باندې د لومړنیو پایلو د اعلان له امله، د ټاکنو کمېسیون له کمشنرانو او غړو مننه کړې او تر څنګ یې یاده کړې« افغانان باید دا په یاد ولري، چې اعلان شوې پایلې لومړنۍ دي او په دې موخه، چې وروستۍ پایلې د منلو وړ وګرځي او د افغانستان خلګ ورباندې باور وساتي، ډېر ګامونه په وړاندې اخستل غواړي.»

جان بس داسې مهال د وروستیو پایلو تر اعلان وړاندې د ځینو ګامونو د اخستلو غږ کوي، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر وايي، لومړنۍ پایلې ورته د منلو وړ نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

دا لعین بیا پلان لری چی یو سه وکی.

جميل

د غلامانو د باس دا خبره دا معنی لری چی د سی آی ای د انتخاباتو ډرامه لا نده ختمه سوی او نوره هم بايد وغځيږی ، يا داچی سی آی ای پخپله کومی پريکړی ته نده رسيدله چی څه دی وسی او د خپل سترنج مهری څنګه ځای پر ځای کړی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x