
غزنی: د طالبانو په برید کې «۳۱» عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱مرغومی، ۱۳۹۸ل): د کابل کندهار په لویه لاره د غزني ولایت په حدودو کې د طالبانو برید ۳۱ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او ګڼې شوبلې يې ویجاړې کړې.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې تېره ورځ مازدیګر مجاهدینو د غزني ولایت، شلګر ولسوالۍ اړوند یرګتو او د قرباغ ولسوالۍ اړوند مشکي سیمه کې د مزدور رژیم په نظامي کاروان ځپونکي وسله وال بریدونه ترسره کړل، دغه بریدونه د کابل – کندهار په لویه لاره کندهار ته په تلونکي کاروان ترسره شوي، چې تر ۴ ساعتو زیات یې دوام درلود.»
خبرپاڼه زیاتوي « د راپور له مخې دغو بریدونو کې د دښمن ۲ زغروال ټانکونه او ۸ غټ د عملې موټر ویجاړ شوي، ۱۶ مزدور عسکر وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.»
د غزني ولایت چارواکو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.