افغانستان

د حزب اسلامي يو غړی له ۱۸ کاله بند وروسته له ګوانتانامو زندانه خوشې شوی

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو غړی مولوي حمدالله تره خېل له اتلس کاله بند وروسته د ګوانتانامو له زندانه خوشې شوی او تېره ورځ له خپلې کورنۍ سره يو ځای شوی دی.

د حزب اسلامي مطبوعاتي مسؤول فضل غني حقمل نن يکشنبه رسنيو ته وويل، مولوي حمدالله له ګوانتانامو زندانه تر خوشې کېدو وروسته پنځه ورځې مخکې د افغانستان ملي امنيت رياست ته سپارل شوی و او تېره ورځ خپلې کورنۍ سره يو ځای شو.

مولوي حمدالله د تره خېلو مولوي صیب په نوم د مشهور جهادي قومندان او ديني عالم زوی دی، د امريکايي يرغل په لومړيو کلونو کې له کابله نيول شوی او په ګوانتانامو امريکايي زندان کې بندي و.

امريکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

په ټولنيزو چارو کې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني سلاکار ضياءالحق امرخېل په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، مولوي حمدالله تره خېل د حکومت په هلو ځلو له زندانه خوشې شوی او هغه ته يې د سوکاله ژوند هيله کړې ده.

خو حزب اسلامي دا نه دي ويلي، چې مولوي حمدالله د چا په هڅو خوشې شوی دی.

که څه هم حزب اسلامي او حکومتي چارواکو په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو مولوي حمدالله ته نږدې سرچينې وايي، نوموړی او دوه نور افغان بنديان نږدې درې کاله مخکې د امريکا له لوري متحده عربي اماراتو ته سپارل شوي وو.

په دغو درې بنديانو کې د کابل ولايت اوسېدونکی مولوي حمدالله د خوست دوه اوسېدونکي هر يو عبيدالله او محمد کمين و، چې له تېرو درې کلونو راهيسې په متحده عربي اماراتو کې وو، خو تر اوسه د عبيدالله او محمد کمين په اړه څه نه ويل شوي، چې هغوی هم خوشې شوي او که لا هم په اماراتو کې ژوند کوي.

د حزب اسلامي يو بل غړی هارون شېرزاد هم له تېرو اتلس کالو راهيسې په ګوانتانامو زندان کې دی او د خوشې کېدو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

مولوي حمدالله تره خېل په داسې حال کې له ګوانتانامو زندانه خوشې شوی شوی، چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار نږدې درې کاله مخکې له ګډ حکومت سره د جوړجاړي په پایله کې کابل ته راغی، يو شمېر پلويان يې له بګرام او څرخي پله زندانه خوشې شوي او ګڼ شمېر وسله وال او پلويان يې لا هم په زندانونو کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الهی(ج) خاتمه مو راسمه کړی
د دی غريب لپاره د ګوانتنامو زندان ښه و ، خو نه د غنی لعين ترعکس لاندی او د شيطانی بيرغ و څنګ ته عکسونه اخيستل .

غ.حضرت

سلام مهمه نه ده ومنو دا ګران ورور د کوم ګوند غړی دی بلکه خبره دا ده چی د یو انسان او مسلمان او افغان پتوګه د ګوانتنامو په جهنم کی د هغه شتون د ټولو انسانی شئوناتو خلاف کړنه ده او د غندنی وړ ده، د خوښۍ ځای دی چی ددې جهنم څخه په خیر او سلامتی راووت. ګوانتنامو نه یوازی د جسمی او روحی شکنجې یو مرکز دی بلکه د دروغو او افتراء او تظاهر او تصنعی او کاذب مظلومیت او همدارنګه د دموکراسی او بشری حقوقو د مراعات د خائن ترجمان حیثیت لری. امریکائی امپریالیزم داسی پلان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x